د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د طالبانو حکومت کابل کې د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ د مذاکراتو کوربه‌توب کړی


د طالبانو د پاکستاني تحريک غړي
د طالبانو د پاکستاني تحريک غړي

د طالبانو حکومت تایید کړه چې په کابل کې یې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو کوربه توب کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د مذاکراتو په جریان کې پر اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو.

تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې په دې خبرو کې د پاکستان د حکومت استازیتوب څوک کوي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په دې اړه د رویترز پوښتنې ته ځواب نه‌دی ورکړی خو له دې مخکې راپورونه خپاره شوي و چې د پاکستان د پوځ او د پوځي استخباراتو ادارې يا اى ايس آى یو شمېر اوسني او پخواني چارواکي د پاکستاني طالبانو د ډلې ټي ټي پي له غړو سره د خبرو لپاره کابل ته تللي دي.

تېر کال هم دواړه لوریو پر یوه اوربند موافقه کړې وه او هغه مهال هم خبرې په افغانستان کې شوې وې خو د پاکستان په زندانونو کې د ټي ټي پي د یو شمېرب ندیانو د خوشې کېدو پر سر د اختلافاتو له امله اوربند مات او خبرو نتیجه ورنکړه.

د پاکستان د تحریک طالبان ډلې یا ټي ټي پي له ۲۰۰۷ کال د خپل تاسیس راهیسې په پاکستان کې د ډیرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی.

د طالبانو د پاکستاني تحريک جنګيالي
د طالبانو د پاکستاني تحريک جنګيالي

د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په ګډون په یو شمېر سیمو کې د دغې ډلې پرضد یو شمېر پوځي عملیات ترسره کړي او هغه یې کمزورې کړي خو دومره یې له پښو نه‌ده غورځولې چې بریدونه ونشي کړای.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې ټي ټي پي نن چهارشنبې په یوه بیان کې تایید کړه چې خبرې په کابل کې روانې دي او د مې میاشتې تر دېرشمې پر اوربند سلا شوې ده.

اسلام آباد تور پورې کوي چې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې غړي او یو شمېرمشران په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي خو طالبان دغه ادعا ردوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي چې حکومت یې د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو دغه بهیر په بریالي شکل پر مخ ولاړ شي او له دواړو لوریو څخه د یو بل د زغملو او انعطاف هیله کوي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د طالبانو حکومت د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب خبره داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پاکستان د هوایي بریدونو په وړاندې په دې هېواد کې سخت غبرګونونه وښودل شول.

XS
SM
MD
LG