د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

پاکستاني طالبانو سره خبرو لپاره د اى ايس آى مخکينى مشر کابل ته رسېدلى


د عکس ښي لور ته د پاکستان د استخباراتي ادارې يا اي ايس آى مخکينى مشر ډګر جنرال فیض حمید او چپ لور ته په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان
د عکس ښي لور ته د پاکستان د استخباراتي ادارې يا اي ايس آى مخکينى مشر ډګر جنرال فیض حمید او چپ لور ته په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان

راپورونه وايي، د پاکستان د پوځ او د پوځي استخباراتو ادارې يا اى ايس آى ځینې اوسني او پخواني چارواکي په افغانستان کې دي، چې د پاکستاني طالبانو د ډلې ټي ټي پي له ځینو غړو سره د اوربند او روغې جوړې پر یوه موافقه سلا وکړي.

سرچینو ویلي، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو پخوانی مشر، ډګر جنرال فیض حمید هم د دوشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی چې په دغو خبرو کې برخه واخلي.

ډګر جنرال فیض حمید په تېره سپټمبر میاشت کې چې لا د طالبانو سرپرست حکومت نه و اعلان شوی، کابل ته سفر کړی و، چې ظاهراً د افغان طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د حکومت د تشکیل پر سر د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.

د کابل په سرینا هوټل کې، د فیض حمید د هغه وخت عکسونو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پارولي وو.

ځینو سرچینو د سي اين اين شبکې News18 ته ویلي د پاکستان دغه چارواکي له تېرې چهارشنبې په کابل کې دي او د طالبانو حقاني شبکه په دغو خبرو کې د منځګړې رول لري.

د پاکستاني طالبانو ډله چې تر چتر لاندې یې ځینې نورې افراطي ډلې هم شاملې دي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې فعالیت لري او په وروستیو کې یې په پاکستان کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د پاکستان له حکومت سره د پاکستاني طالبانو د مذاکرو په لړ کې د دې ډلې دوه مهم مشران مسلم خان او محمود خان خوشې شوي دي.

تېره اوونۍ د مسیدو یوې جرګې چې څه باندې ۳۰ کسان په کې برخه لري، په پکتیکا کې د پاکستاني طالبانو له ډلې سره د مذاکرو هڅې کړې وې، چې په برمل ولسوالۍ کې یې د پاکستاني طالبانو له مشر مفتي نور ولي سره کتلي وو.

مسلم خان او محمودخان د ملا فضل الله په مشرۍ په سوات کې د پاکستاني طالبانو لوړپوړي مشران وو، چې په ۲۰۰۹ م کال کې په دې سیمه کې د پوځ د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو.

له دې پرمختګونو باخبره سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله د خپلو نومونو له ښودلو ډډه کوي د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي، د پاکستان د پوځ یو پلاوی په افغانستان کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره خبرې کوي څو د یوه جوړجاړي په صورت کې اوربند او سوله اعلان کړي.

د رسنیو په حواله، د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره د کوچني اختر په درشل کې ۱۲ ورځنی اوربند اعلان کړی و، چې ویل کېږي دغه اوربند نور هم وغزول شو.

د مشال راډیو د راپور له مخې پاکستاني طالبانو د نورو مسایلو ترڅنګ د خپلو ۱۰۲ بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه، چې د دغو کسانو په لیست کې د مسلم خان او محمودخان نومونه هم شامل وو او غوښتنه یې دا وه چې دغه کسان دې تر خوشې کېدو وروسته په افغانستان کې دوی ته وسپارل شي.

د پاکستان پوځ تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي او آزادي راډیو د طالبانو د حکومت د غبرګون په ترلاسه کولو هم بریالۍ نه شوه.

XS
SM
MD
LG