د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

د پاکستاني طالبانو دوه قوماندانان کابل کې حقاني شبکې ته سپارل شوي


ارشیف: د پاکستاني طالبانو غړي
ارشیف: د پاکستاني طالبانو غړي

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي دوه قوماندانان په کابل کې حقاني شبکې ته سپارل شوي، چې د پاکستان د پوځ او د دې تحریک د خبرو د بریا په صورت کې به خوشې شي.

د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي دوه مهم قوماندانان، په دې هیله په کابل کې واکمنو ته سپارلي دي، چې که له دې ډلې سره یې خبرې بریالۍ شي نو هغوی به خوشې کوي.

مسلم خان او محمودخان د ملا فضل الله په مشرۍ په سوات کې د پاکستاني طالبانو لوړپوړي مشران وو، چې دواړه په ۲۰۰۹ کال کې په دې سیمه کې د پوځ د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو.

له دې پرمختګونو باخبره سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله د خپلو نومونو له ښودلو ډډه کوي د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي، چې اوسمهال د پاکستان د پوځ یو پلاوی په کابل کې دی او د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره خبرې کوي څو یو جوړجاړي ته ورسېږي او اوربند او سوله اعلان کړي.

ارشیف: د پاکستاني طالبانو جنګیالي
ارشیف: د پاکستاني طالبانو جنګیالي

داوود خټک چې د مشال راډیو دا راپور یې چمتو کړی دی د ټي ټي پي لپاره د مسلم خان او محمود خان د اهمیت په اړه وايي: "مسلم خان په سوات کې د ملافضل الله په مشرۍ د طالبانو ویاند و. پر ده د ۳۱ کسانو د وژنې تور و. د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر میاشت کې د پاکستان یوې پوځي محکمې هغه ته د اعدام سزا واوروله. محمودخان د سوات د طالبانو د مرکزي شورا غړی و، چې په مذاکراتو کې یې هم برخه لرله. دی د دوو چینايانو د تښتونې په تور په شل کاله حبس محکوم شوی و."

د پاکستان پوځ د روان کال په جنوري کې افغانستان ته یوه جرګه واستوله او په خوست کې یې د ټي ټي پي له استازو سره خبرې وکړې.

د مشال راډیو د راپور له مخې هغه مهال پاکستاني طالبانو د نورو مسایلو ترڅنګ د خپلو ۱۰۲ بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

په دې لیست کې د مسلم خان او محمودخان نومونه هم وو.

د پاکستان پوځ تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي او آزادي راډیو د طالبانو د حکومت د غبرګون په ترلاسه کولو هم بریالۍ نه شوه.

XS
SM
MD
LG