د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند احسان‌الله احسان پوځ ته تسلیم شو


د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې د تحریک طالبان پاکستان مخکېني ویاند او د اوسنۍ جماعت‌الاحرار وسله‎والې ډلې یو مهم غړی احسان‌الله احسان پوځ ته تسلیم شوی دی.

د پوځ د مطبوعاتي دفتر مشر مېجر جنرال اصف غفور د دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ ښار کې یوې خبري غونډې ته چې پاکستان کې یې د روانو پوځي عملیاتو په اړه په‎کې د معلوماتو ورکولو پر مهال له پاکستانه د ترهګرۍ د ریښو اېستل لومړیتوب وباله ویې‌ویل چې په دې لړ کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

جنرال غفور پاکستان کې د روانو پوځي عملیاتو د یادونې تر څنګ د تحریک طالبان پاکستان د مخکېني ویاند او د جماعت‌الاحرار وسله‎والې ډلې د یوه مهم قوماندان احسان‌الله احسان په اړه وویل چې هغه څان پوځ ته سپارلی او په خبره‌یې چې هغه اوس‎مهال د پوځ په ولکه کې دی.

نوموړي پوځ ته د احسان‎الله احسان تسلیمېدل ستر پرمختګ وباله او ویې‌ویل چې په راتلونکي کې به نور وسله‎وال هم ځان پوځ ته وسپاري.

دی زیاتوي:

"که غلط کار کوونکو ته دا احساس وشي چې هغه پر غلطه لار دی او غواړي چې سمې لار ته راشي، نو زما په خیال د ریاست تر دې ستره بریا بله نه‌شته. نو په دې لړ کې زه غواړم چې له تاسو سره دا شریک کړم چې د تحریک طالبان پاکستان او جماعت‌الاحرار ویاند احسان‌الله احسان ځان پوځ ته سپارلی دی. دا یوازې نه‎دی، بلکې په راتلونکي کې به وګورئ چې دا ډول نور اطلاعات به هم تاسو سره شریک کړو."

احسان‎الله احسان د تحریک طالبان پاکستان مخکېنی ویاند و چې په ۲۰۱۳ میلادي کال په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مشر حکیم‌الله محسود تر وژلو وروسته د جماعت‌الاحرار وسله‎والې ډلې ویاند او مهم غړی شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې جماعت‌الاحرار وسله‎والې ډلې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د هغو خونړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی چې لسګونه کسان په‎کې وژل شوي.

خو د پاکستاني پوځ ویاند دا ونه‌ویل چې احسان‌الله احسان کله او په کوم ځای کې ځان پوځ ته سپارلی او په دې اړه‌یې نور تفصیلات هم ورنه‌کړل.

د پوځ ویاند پاکستان او قبایلي سیمو کې یې د روانو پوځي او رد الفساد تلاشي عملیاتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چې په دغو عملیاتو کې یې تر دې دمه ګڼ شمېر مشکوک کسان، وسلې او باروتي مواد نیولي دي.

اصف غفور د ردالفساد عملیاتو د یادونې په لړ کې همداشان وویل چې دغو عملیاتو کې یې زرګونه غیر راجستر افغان کډوال هم نیولي دي.

د پاکستان پوځ دې وروستیو کې په پاکستان او قبایلي سیمو کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د رد الفساد په نوم تلاشي عملیات پیل کړي چې لا هم روان دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو کې بیا بیا تور لګولی چې د جماعت‌الاحرار وسله‎وال په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي، خو افغانستان دا تورونه رد او بې‌بنیاده بللي دي.

ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د ازادي راډیو مشال څانګې سره په تماس کې دا تائید کړه چې د دې ډلې ویاند د پاکستان پوځ ته تسلیم شوی دی.

خو د جماعت‌الحرار وسله‎والې ډلې تر اوسه په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.​

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG