د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

غورځنګ: پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې نشته


د افغانستان د ملي امنیت شورا د پاکستان هغه تورونه رد کړي دي چې وايي، د پاکستاني طالبانو مرکزونه په افغانستان کې دي او باید د پوځي اقدام په وسیله له منځه یووړل شي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند پرون بیا د پاکستان د پوځ د لوی درستیز هغه ادعا رد کړه چې وايي، د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په افغانستان کې دی او امریکا او افغانستان باید د هغه مرکزونه په نښه کړي.

تواب غورځنګ پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د جنرال راحیل شریف وینا ته د اشارې په ترڅ کې وویل، د ملا فضل الله په مشرۍ د TTP وسله وال په افغانستان کې نشته خو اسلام اباد باید د څلور اړخېزو غونډو د پریکړې له مخې هغه افغان طالبان وځپي چې د پاکستان په قلمرو کې دیره دي.

غورځنګ: پاکستان دې هغه طالبان وځپي چې د پاکستان په قلمرو کې دیره دي
غورځنګ: پاکستان دې هغه طالبان وځپي چې د پاکستان په قلمرو کې دیره دي

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"ټي ټي پي، حقاني شبکه، القاعده شبکه، طالبان او د لشکر طیبه په ګډون نورې ترهګرې ډلې هغه ډلې دي چې هم یې د منطقې او هم یې د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړی. موږ باور لرو چې د تورونو دا لوبه کومه نتیجه نه لري. زموږ باور دا دې چې که غواړو په منطقه او خصوصاً افغانستان کې سوله راشي ښه به وي چې د سولې د څلور اړخېزو خبرو د توافقاتو پر اساس، د هغو ډلو په مقابل کې اقدامات وشي چې همدا اوس د پاکستان په خاوره کې د افغانستان پرضد په تروریستي فعالیتونو لګیا دي."

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحيل شريفد جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکايي چارواکو په ګډون له یوه پلاوي سره په کتنه کې له کابل او واشنګټن څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو پر ضد اقدام وکړي.

شریف: افغانستان کې دې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات وشي
شریف: افغانستان کې دې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات وشي

په دې پلاوي کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى ریچارډ اولسن، په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموريت د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن او د امريکا د ولسمشر ځانګړى سلاکار پيټر ليوي شامل وو.

د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته امریکايي پلاوي د لومړي ځل لپاره د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د لیدو کتو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړ او د جمعې په ورځ یې د پوځ له لوی درستیز سره وکتل.

د پاکستان پوځ تایید کړې چې دواړو خواوو د بې پيلوټه الوتکو په حمله کې د طالبانو د مشر له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت پر اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

په همدې حال کې د حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

ښاغلي عبدالله د شنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ریچارد اولسن سره په کتنه کې وویل، د افغانستان حکومت هڅه وکړه چې د پاکستان په مرسته په افغانستان کې د سولې بهیر چټک کړي، خو د ده په وینا پاکستان پر خپلو ژمنو ونه درېد.

XS
SM
MD
LG