د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

اسلام آباد : وسله وال د افغانستان له خاورې بريدونه تنظيموي


ارشيف: پاکستان هوايي جيټ
ارشيف: پاکستان هوايي جيټ

پر افغان خاوره د پاکستان له یرغل وروسته، د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یک‌شنبې په سهار یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ولیکل، یو شمېر وسله‌وال په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.

خبرپاڼه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د ویاند له قوله لیکل شوي، وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان له‌خوا د پاکستاني عسکرو په امنیتي پوستو بریدونه کېږي او مرګ‌ژوبله ور اړوي.

خبرپاڼه تور لګوي چې د اپریل په ۱۴مه په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو بریدکوونکي وسله‌والو چې ۷ تنه پوځیان یې ووژل، له افغانستانه ور اوښتي وو.

د پاکستاني حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا هم وايي، که روان وضعیت دوام وکړي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به د سولې او ثبات ساتلو لپاره هڅو ته زیان ورسوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د طالبانو اوسنۍ واکمنۍ ته د خپلواک دولت اصطلاح کارول شوې او زیاتوي، پاکستان له دې فرصت څخه په ګټې د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.

خو په اعلامیه کې په خوست او کونړ کې د شوې بمباریو او له امله یې خلکو ته د اوښنې مرګ ژوبلې به اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو د پاکستان له خوا پر خوست او کونړ د بریدونو او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د نویو ادعاوو په غبرګون کې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو پرون یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا بریدونه وغندل او یوازې یې دومره وویل، دوی پر پاکستاني لوري غږ کوي چې په داسې مسایلو کې دې د افغانانو حوصلې نه ازمايي او په خبره يې که بيا داسې تېروتنه تکرار شي؛ نو بدې پایلې به ولري.

طالبانو وړاندې دا هم ویلي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ بل هېواد په ضد وکارول شي.

پاکستان داسې مهال پر افغان خاورې خپلو بریدونو ته توجیح‌ لټوي، چې هېڅ کره اسناد یې نه دي وړاندې کړي چې وښيي، پر پاکستاني عسکرو برید کوونکي د ډېورنډ کرښې له دې غاړې ور اوښتي وو.

د جمهوري نظام پر مهال هم پاکستان ورته تورونه لګول، خو بر عکس د افغانستان د ملي امنیت پخوانیو چارواکو او لوړ پوړو امنیتي مسوولانو کره اسناد رسنیو ته وړاندې کړل چې ښيي پاکستان په افغانستان کې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او خپله خاوره کې یې هغو وسله‌والو ته ځای ورکړی چې پر ملکي او نظامي افغانانو به یې بریدونه کول.

پاکستان بیا دا اسناد یوازې ردول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبان په دې وروستیو کې ویلي، پر ډیورنډ کرښه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو او کشالو د حل لپاره یو اته‌کسیز پلاوی ټاکلی دی.

له طالبانو مو د دې پلاوي د کار د پیل په اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه کړ.

XS
SM
MD
LG