د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

طالبانو په خوست او کونړ د پاکستان بمبارۍ وغندلې


په خوست کې د پاکستان هوايي بریدونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

په خوست کې د پاکستان هوايي بریدونو له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د طالبانو حکومت په خوست او کونړ د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې په پاکستاني لوري غږ کوي په داسې مسایلو دې د افغانانو حوصلې نه ازمايي او په خبره يې که بيا داسې اشتباه تکرار شي نو بدې پایلې به ولري.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د سیاسي لارو حل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نن یې د پاکستان سفیر ور غوښتی او د دغو بریدونو د غندلو تر څنګ یې هغه ته اعتراض لیک ور وسپاره څو خپلو چارواکو ته یې ورسوي.

د بیان له مخې د پاکستان له سفیر منصوراحمدخان سره په ناسته کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کونړ او خوست کې شوي بریدونه وغندل.

ښاغلي متقي وويل: "د خوست او کنړ په شمول د ټولو نظامي تخطیو مخنیوی دې وشي او دغه ډول پېښې د دواړو همسایه هېوادونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوي."

په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه بمبارۍ وغندلې او دا يې بشري ضد جنایت، د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي.

هغه په خپل ټوېټر پر پاکستاني حکومت غږ وکړ څو په سیمه کې د تروریزم د له منځه وړلو لپاره، چې ‎افغانان یې له کلونو راهیسې قرباني دي، په خپلو پالیسیو او کړنو کې بدلون راوړي.

نوموړي دغه راز له پاکستان وغوښتل چې افغانستان سره د نيکې او متمدنې رابطې لار خپله کړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ښايي دا لومړی وار وي چې د پاکستان جېټ الوتکې د افغانستان هوایي حریم ته ننوتې او افغان خاوره یې بمبار کړه.

د خوست ولايت د سپېرې او تڼیو په سیمو کې د وزیرستانیو کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه راز په کونړ ولايت کې هم هوايي بريدونه شوي دي چې مرګ ژوبله لري.

د پېښې ټپيانو او عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي چې تر دې دمه شاوخوا دېرش کسان وژل شوي او څه باندې شل تنه نور ټپیان شوي.

له دغو پېښو وروسته په خواله رسنیو د ګڼو خلکو تُند غبرګونونه پارولي دي.

په عامو خلکو سربېره چې د خوست او کونړ د ټپیانو او مړو ویډیوګانې او عکسونه یې شریک کړي پخوانیو حکومتي چارواکو هم سخت انتقادونه کړي.

له دې ډلې پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح ویلي چې دا لومړی ځل دی چې د پاکستاني هوايي ځواک د افغانستان خاوره بمبار کړې.

د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال امرالله صالح
د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال امرالله صالح

هغه زیاته کړې له دې چې کابل د ده په خبره یوې نیابتي ډلې په واک کې دی د دغه ښکاره برید له عواقبو هېڅ اندېښنه نه لري.

د پخوانۍ اردو یوه لوړپوړي جنرال سمیع سادات هم په خپل فیسبوک لیکلي چې افغانستان د پاکستان تر مستقیمې پوځي حملې لاندې راغلی او باید دا بریدونه سمدستي ودریږي.

هغه د داسې یوه وضعیت په رامنځته کېدو کې طالبان پړ بللي.

د میدان وردک پخوانۍ ښاروالې او د ښځو د حقونو فعالې ظریفه غفاري هم په خپل ټوېټر په طالبانو انتقاد کړی چې په پاکستان کې د خپلو شخصي ګټو او کورنیو د خوندیتوب لپاره له ملي ګټو تېر دي.

د پاکستان پوځ لا پر افغان خاوره د هوايي برید په تړاو څه نه دي ویلي خو دوه ورځې وړاندې د پوځ ویاند بابر افتخار وویل چې د پاکستاني طالبانو پر ضد خپلو عملیاتو ته زور ورکوي.

XS
SM
MD
LG