د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

پاکستاني طالبانو د سولې خبرو لپاره اوربند وکړ


ارشیف: د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک غړي
ارشیف: د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک غړي

ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک د سولې د خبرو لپاره د پاکستان له حکومت سره اوربند وکړ.

دا خبره فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني طالبانو د دوو سرچینو په قول، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راوروسته د پاکستاني طالبانو تحریک پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات کړي دي.

اسلام اباد د افغانستان نوي واکمنان د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالیو ته په پناه ورکولو او د هغو په ملاتړ تورنوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو سرپرسته اداره دا ادعا پر له پسې ردوي.

د (ټي ټي پي) دوو سرچینو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، چې د اوربند په اړه یې د خپل تحریک لیک لیدلی او په هغه کې د ټي ټي پي غړیو ته ویل شوي چې د مرکزي قوماندې د پرېکړې سرغړونه ونه کړي.

د فرانس پریس په راپور کې د دواړو سرچینو په قول دا هم ویل شوي، چې د پاکستان د حکومت یو مرکچي پلاوی افغانستان ته تللی چې په هغو خبرو کې برخه واخلي چې د دوی په وینا د افغان طالبانو په منځګړتوب یې زمینه برابره شوې ده.

پاکستان او د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو له تحریک سره تر دې مخکې هم څو ځلې خبرې کړي او د لنډې مودې لپاره یې اوربند کړی خو دواړه خواوې دایمي اوربند او سولې ته نه دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG