د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

مقاومت جبهه بغلان کې د ۲۷ طالبانو وژلو ادعا کوي خو طالبان یې نه مني


د مقاومت ملي جبهې جنګیالي
د مقاومت ملي جبهې جنګیالي

د مقاومت ملي جبهه ادعا کوي، چې د بغلان په ځینو سیمو کې یې له طالبانو سره درنې نښتې کړي او ۲۷ تنه یې ورته وژلي، خو طالبان یې نه مني.

د طالبانو او مقاومت ملي جبهې ترمنځ د جګړو دوام راپورونه ورکړل شوي دي.

د مقاومت ملي جبهه وايي، تېرو ۴۰ ساعتونو کې یې د بغلان په پُل حصار، خیردره او د اندراب په جر دره کې له طالبانو سره درنې نښتي کړي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

د مقاومت ملي جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي نن په خپله ټویټرپاڼه ادعا کړې، چې په دې نښتو کې یې د طالبانو د سرې قطعې، بدري او ځانمرګو بریدګرو له ډلې ۲۷ تنه وژلي او ۷ نور یې ټپيان کړي.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن دوشنبه ازادي راډي راډیو ته وویل، په دې سیمو کې د دوی یو تن هم نه‌دی وژل شوی.

هغه وویل: "د تلفاتو اړوند له اختر وروسته چې کومه څېړنه ما کړې او څومره معلومات ما راټول کړي، هلته یو تن هم نه‌دی تلف شوی. نه تلفات ډېر شوي او نه هم پېښ شوي."

د ملي مقاومت جبهې دا ادعا هم کړې، چې طالبانو په دې جګړه کې له پوځي هیلیکوپټرو او توپونو کار اخستی، خو بیا یې، هم درانه زیانونه لیدلي.

دې جبهې پرون د پنجشېر په درې او ابشار ولسوالیو کې هم طالبانو سره مخامخ نښتو کې د ۲۰ طالب عسکر د وژل کېدو ۶او نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و، خو طالبانو دا ادعا هم رد کړې وه.

هاخوا په ټولنیزو رسنیو کې داسې ناتید شوي ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي طالبان یو شمېر جسدونه په پوځي الوتکو کې لېږدوي، خو دا معلومه نه ده چې دا جسدونه د چا دي او نه هم د دې ویډیوګانو د ثبت او خپرېدو کره نېټه معلومه ‌ده.

په یوه بله ویډیو کې، چې ثبتونکي یې نېټه د روان کال د غويي ۱۸مه ښودلې، لیدل کېږي چې پنجشېر ته د طالبانو یو شمېر پوځي موټر او عسکر ور روان دي.

خو خپله ویډيو نېټه نه لري او نه هم په خپلواک ډول تاييد شوې ده.

اوس پوښتنه دا ده، چې جګړه نه وي روانه، د طالبانو دا لوی پوځي کاروان د څه لپاره دې ولایت ته لېږل کېږي؟

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل: "په پنجشېر کې موږ له ډېر پخوا راهیسې غونډونه لرو. قوې بدلېږي را بدلېږي. هغه کسان چې هلته دي، هغوی راځي په عوض کې یې نور کسان ځي."

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، پنجشېر، بغلان او تخار کې وضعیت ارام دی.

له اختر وروسته، د پنجشېر، پروان، بغلان او تخار څخه د جګړې را پورونه ورکول کېږي خو طالبان ډاډ ورکوي چې وضعیت یې تر مدیریت لاندې دی.

XS
SM
MD
LG