د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

د مقاومت جبهه: د افغانستان په اړه د 'OIC' غونډې هرکلی کوو، خو پاکستان کې نه


ارشیف، د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان پخوانی غونډه
ارشیف، د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان پخوانی غونډه

په پام کې ده دوې اوونۍ وروسته یعنې د ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه پاکستان د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان یا (OIC) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې فوق العاده غونډې کوربه وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي پرون په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته وویل، دغه غونډه د سعودي عربستان په ملاتړ رابلل شوې ده.

راپورونه وايي، په دې غونډه کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو لکه د امریکا د متحدو ایالاتونو، بریتانیا، فرانسې، روسیې او چین استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وویل، دغه غونډه د سعودي عربستان په ملاتړ رابلل شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وویل، دغه غونډه د سعودي عربستان په ملاتړ رابلل شوې ده.

دا لا معلومه نه ده چې د کومو وربلل شوېو هېوادونو استازي به په دې غونډه کې برخه واخلي؟

په همدې حال کې د ملي مقاومت جبهه چې د طالبانو عمده مخالفه ډله ګڼل کېږي، که څه هم د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې د جوړېدو هرکلی کوي، خو وايي په کار ده دا غونډه د پاکستان پرځای په بل هېواد کې وشي.

زردشت شمس چې پخوا یې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د ډپلومات په توګه دنده ترسره کړې په دې باور دی چې له افغانستان سره لنډمهاله بشري مرستې کوم درد نه دوا کوي.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په کار ده پر اوږدمهاله بشري مرستو غور وشي.

ګڼ نور څارونکي د افغانستان په اړه د پاکستان پر نیت هم شک لري او وايي، اسلام اباد چې کلونه- کلونه یې د طالبانو ملاتړ کړی اوس هم هڅه کوي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مرسته خپل ستراتیژیک اهداف تعقیب کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پخوانی ډپلومات وايي، افغانستان سره لنډمهاله بشري مرستې کوم درد نه دوا کوي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پخوانی ډپلومات وايي، افغانستان سره لنډمهاله بشري مرستې کوم درد نه دوا کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پروني کنفرانس ته وویل، په اوسني حالت کې د افغانستان یوازې پرېښوول به تاریخي اشتباه وي.

له کله چې د اګسټ میاشتې په نیمایي کې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام روانه اوونۍ وویل، اوس‌مهال په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا درې برابره زیاته شوې او د ژمي په پیل سره به، خپل وروستي حد ته ورسېږي.

د دغه پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه انسانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د ستونزو د حل لپاره باید ۲،۶ میلیارده ډالره مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG