د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

سعودي د افغانستان پر وضعیت د اسلامي همکارۍ سازمان غونډه را وبلله


ارشیف، د اسلامي همکارۍ د سازمان د ۲۰۱۷کل فوق العاده غونډه، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، د اسلامي همکارۍ د سازمان د ۲۰۱۷کل فوق العاده غونډه، عکس تزئیني بڼه لري

سعودي عربستان پرون دوشنبه (د لېندۍ ۸مه) د افغانستان پر وضعیت د اسلامي همکارۍ سازمان فوق العاده غونډه را وبلله.

د سعودي عربستان حکومت وايي، هیله لري چې دا فوق العاده غونډه به پر کلیدي اصولو د ګډ دریځ د غوره کولو لپاره فرصت برابر کړي او د بهرنیو له لاس وهنې پرته د افغانستان د یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، ثبات او امنیت د یقني کولو لور ته مهم ګامونه واخلي.

سعودي عربستان وايي، د افغانستان خلک په ژمي کې له خرابېدونکي ناوړه بشري وضعیت سره مخامخ دي، میلیونونه افغان ښځې، ماشومان او نارینه د خوراکي موادو، درملو او سرپناه په ګډون بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دې هېواد د اسلامي همکاریو سازمان له غړیو، نړیوالو موسسو او فوق العاده غونډې ته له بلل شوېو هېوادونو غوښتي چې له افغانانو سره په دې سخت حالت کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه کې په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې اسلام اباد تیاری لري چې د ډسمبر په اولسمه د دې غونډې کوربه توب وکړي.

دی وايي: "سعودي عربستان، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د غونډې د تنظیمولو مسول یو مهم ابتکار اعلان کړی چې د افغانستان د وضعیت په اړه د دې سازمان د وزیران یوه فوق العاده غونډه را وبولي. پاکستان د دې ابتکار ملاتړ کوي او دغه راز مو وړاندیز کړی چې د روان کال د ډسمبر په ۱۷مه نېټه په اسلام اباد کې د دې غوندې کوربه توب وکړو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، دا اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان مسولیت دی چې په اوسني بشري وضعیت کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG