د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

ملي مقاومت په نوم جبهه انداراب کې د ځینو سیمو د نېولو ادعا کوي


د ملي مقاومت د جبهې په نوم د طالبانو وسلوال مخالفان ادعا کوي چې د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ ځینې سیمې یې نېولې دي، خو طالبانو بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، هلته هیڅ جګړه نه ده شوې.

د ملي مقاومت په نوم د طالبانو د یوې مخالفې جبهې ویاند صبغت الله احمدي ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې دا مهال د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د طالبانو او ددې جبهې د وسلوالو تر منځ شدیدې نښتې روانې دي. ښاغلي احمدي همداراز د طالبانو له کنټرول څخه د ځینو سیمو ایستلو د ادعا سربیره وویل، له څو ورځو راهېسې " په اندراب کې نښتې روانې دي. "

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو د قاسان په کاسه تراش سیمه کې پراخ بریدونه وکړل چې " بریدونه یې په شا تمبول شوي دي."

ښاغلي احمدي همدارنګه وویل چې تر اوسه یې د طالبانو اوه بریدونه په شا تبولي او سیمه کې لا هم جګړې روانې دي.

د ملي مقاومت په نوم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مخالفې جبهې ویاند صبغت الله احمدي همداراز په دې جګړو کې د یولس طالبانو د وژل کیدو ادعا هم وکړه.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ادعاوې یو مخ رد کړې. مجاهد ازادي راډیو ته وویل " دا ټول موارد هغه ادعاوې او اوازې دي چې په فېسبوک او ټویټر کې یې نشروي. هېڅ خبره نه ده شوې او زه په جدیت سره دغه موضوع ردوم"

د بغلان ولایت د انداراب ولسوالۍ د کاسه تراش یو اوسیدونکي چې د امنیتي ګواښونو له ویرې یې نه غوښتل نوم یې یاد شي ازادي راډیو ته په انداراب کې د ملي مقاومت په نوم د جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو پخلی وکړ او ویې ویل " د کاسه تراش سیمې په قاسان دره کې هره ورځ جګړه وي. د نوموړي په وینا " تېره ورځ هم له دوو بجو تر شپې پورې جنک و. مقاومتیان له غرونو راکوز او سیمه یې ونیوله. اوس د ۴۰ بستر په نوم یو روغتون د مقاومتیانو لاس ته ورغی. له کوتل مرغ پورته دوه نورې سیمې هم د مقاومتیانو لاس ته ورغلې دي."

خو دا هغه څه دي چې طالبان یې ردوي. په سیمه کې د خبریالانو د نشتون او د اطلاعاتو د محدودیت له ازادي راډیو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

بلخوا، د کندهار ښار په شپږمه حوزه کې د ښاروالۍ پر یوه ماموریت د لاسي بم د حملې مسوولیت د افغانستان د خپلواکۍ جبهې په نوم وسله والي ډلې منلی.

یوې ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د جمعې په ماښام ناوخته د کندهار ښار د شپږمې حوزې اړوند د ښاروالۍ پر یوه ماموریت د لاسي بم برید شوی خو تلفات نه لري .

د افغانستان د خپلواکۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت یوې وسلوالي ډلي د یوې ویډیو په خپرولو سره ددې حملې مسوولیت منلی او طالبانو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.

دا برید که څه هم د ځايي سرچینو په وینا مرګ ژوبله نه لري خو پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته په کندهار کې د دوی د حکومت په وړاندي د یوې وسلوالي ډلي د فعالیت لومړنۍ نښه ده . په همدې حال کې، په ټولنیزو رسنیو کې تازه خپرو شویو انځورونو کې یو شمېر پوځي یونیفورم لرونکې لیدل کېږي چې خپل ځانونه د لوېدیځ نورستان د خپلواکې جبهې مبارزین معرفي کوي او خبرداری ورکوي، چې د طالبانو پر وړاندې به ودرېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دواړه موارد ردوي.

XS
SM
MD
LG