د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې پنجشېر کې یې ۱۰ طالبان وژلي، خو طالبان‌یې ردوي


آرشیف- شمار از افراد جبهه مقاومت ملی
آرشیف- شمار از افراد جبهه مقاومت ملی

د طالبانو ضد د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې تېره ورځ‌یې په پنجشېر ولایت کې په یوه تازه حمله کې ۱۰ طالبان وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي، خو طالبان دغه ادعا ردوي.

د طالبانو خلاف د دغې وسله‌والې جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي پرون جمعه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د پنجشېر ولایت په حصارک سیمه کې کله چې طالبانو غوښتل د دوی پر یوې قرارګاه حمله وکړي، هدف ته تر رسېدو مخکې د دوی د ځواکونو له لوري د نیول شوي کمین په پایله کې یې طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله اړولې ده.

صبغت احمدي لیکلي چې دا نښته پرون جمعه له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.

خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت دا ادعاوې ردوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې ویلي چې "دا مطلق دروغ او بې‌معنی تبلیغات دي، حصارک کې یو ډز هم تر دې شېبې پورې نه‌دی شوی".

خو ځینو رسنیو پرون له پنجشېر ولایت د جګړې ځینې وېډیوګانې خپرې کړې دي.

د مقاومت جبهه اوس‌مهال د طالبانو خلاف یوازنۍ وسله‌واله جبهه ده چې وخت ناوخت له طالبانو سره د چریکي جګړو او ان د مرګ‌ژوبلو راپورونه ورکوي.

په واک کې ګډون، د ښځو حقونو ته درناوی او یو شمېر نور هغه مسایل دي چې مقاومت جبهه پرې د طالبانو سره اختلاف لري.

خو طالبانو ویلي چې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونو ته درناوی لري او دغه‌شان په حکومت کې يې د ټولو اړخونو غړي موجود دي.

دغه جبهه وايي، طالبانو افغانستان په زور نیولی او د خلکو ملاتړ نه‌لري.

هغه ادعا چې د طالبانو اوسنی حکومت‌یې نه‌مني.

XS
SM
MD
LG