د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

پنجشېر کې جګړه؛ ملي جبهه د ځینو سیمو نیولو ادعا کوي خو طالبان یې ردوي


ارشیف: په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي
ارشیف: په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي

د ملي مقاومت په نوم د طالبانو پر ضد جنګېدونکې جبهه ادعا کوي، چې په پنجشېر کې یې له مرکزونو پرته د درې او ابشار ولسوالیو ټولې سیمې نیولي دي.

د مقاومت ملي جبهه وايي، په پنجشېر او تخار کې یې طالبانو سره نښتې کړي، مرګ‌ژوبله یې ور اړولې او ځینې سیمې یې ترې نیولي، خو طالبان یې دا ادعا نه مني او وايي، دې سیمو کې هېڅ جګړه نه‌ده شوې.

د ملي مقاومت جبهې نن سهار یوه خبرپاڼه کې ولیکل، د طالبانو د سرې قطعې یو کاروان یې چې د درې او ابشار ولسوالیو کې د کور په کور پلټنو لپاره روان و، تر برید لاندې راوستی.

دې جبهې ادعا کړې، چې تر اوسه له مرکزونو پرته د درې او ابشار ولسوالیو ټولې سیمې د ملي مقاومت د جبهې له‌خوا نیول شوي او تر خوا یې ۱۵ طالبان وژلي دي.

د دې ترڅنګ له طالبانو سره په پنجشېر کې د مقاومت جبهې یو مخامخ جنګېدونکی قوماندان د خپل نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډیو ته یو پیغام لیکي، طالبانو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې او د درې او ابشار ولسوالیو ټولې سیمې یې ترې نیولې دي او د دې ولسوالیو مرکزونه د دوی تر کلابندۍ لاندې دي.

خو طالبان بیا دا ادعاوې نه مني.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن سهار ازادي راډیو ته وویل، په دې سیمو کې هیڅ کومه پېښه نه‌ده شوې.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه وايي: "هېڅ داسې لویه پېښه نه‌لرو، نه کوم جنګ شوی دی، ځای نیول خو لېرې پرېږده د چا پزه هم نه ده په کې وینې شوې. دوی هسې تشویش خپروي. تخار کې یې هم همداسې ادعا کړې وه، خو واقعیت یې نه‌درلود."

خو په ټولنیزو رسنیو کې بیا خپرې شوې ویډیوګانو چې د مقاومت جبهې د ځینو مسوولانو او رسنیو له‌خوا خپرې شوې لیدل کېږي چې پنجشېر کې تازه جګړه شوې.

له دې په یوه ویډیو کې د طالبانو د یوه ملاتړي حمید خراساني غږ هم اورېدل کېږي چې د جګړې او ډزو امر کوي.

حمید خراساني
حمید خراساني

په یوه بله ویډیو کې بیا حمید خراساني په پنجشېر کې د جګړې په اړه وايي، طالب ځواکونه سیمه کې لومړی درجه احضاراتو کې دي او د ملي مقاومت جبهې سره د جګړې لپاره بشپړ تیاری لري.

د ملي مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ له دې وړاندې په بدخشان، تخار، مزار شریف پروان او ځینو نورو سیمو کې هم د جګړې راپورنه ورکړل شوي او په کې د خپل بري او یوه او بله ته د مرګ‌‌ژوبلې اړولو ادعا کړې.

د طالبانو ضد داسې مهال د جګړو له پیل خبر ورکول کېږي، چې په روژې میاشت کې د جمهوري نظام پر مهال په وروستیو ورځو کې د کابل د امنیت لپاره ګمارل شوي د ملی اردو پخوانی جنرال، سمیع سادات هم له اختر وروسته، د طالبانو ضد د جګړې له پیل خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG