د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د مقاومت جبهې ادعا: طالبانو پنجشېر کې لسکونه ملکيان وژلي خو طالبان يې ردوي


د افغانستان په شمال کې د مقاومت د ملي جبهې په نوم ډلې فعاليت پيل کړی
د افغانستان په شمال کې د مقاومت د ملي جبهې په نوم ډلې فعاليت پيل کړی

د مقاومت ملي جبهه ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو په پنجشېر کې لسګونو ملکیان نیولي او یو شمېر یې وژلي دي، خو د طالبانو سیمه ییز چارواکي دغه ادعا ردوي.

د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي دغه راز د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې په وروستۍ نښته کې د دوی پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د طالبانو ضد د مقاومت ملي جبهې د طالبانو ځواکونه تورن کړي چې په پنجشېر کې یې یو شمېر ملکیان نیولي او یو شمېر یې هم وژلي دي.

د جرمني د ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې د دې جبهې یوه ویاند علي میثم نظري پرون دوشنبې په یوه بیان کې ادعا کړې چې د طالبانو ځواکونو وروسته له هغې چې ورته ډېر تلفات ورسېدل او پریو شمېر سیمو یې کنټرول له لاسه ورکړ، د پنجشېر په ابشار او عبدالله خېل سیمو کې له سلو زیات ولسي خلک نیولي او لږ تر لږه نهه تنه نور یې وژلي دي.

خو په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق د ملکیانو د وژلو ادعا رکړه خو دا یې تایید کړې چې د پنجشېر ولایت په درې ولسوالۍ کې یو کم شمېرمشکوک کسان وروسته له هغې ونیول چې په دې سیمه کې د دوی پر ځواکونه برید وشو.

د طالبانو دغه سیمه ییز چارواکي دا هم ومنله چې د طالبانو د ځواکونو پنځه غړي له مقاومت ملي جبهې سره د یکشنبې د ورځې په نښتو کې وژل شوي دي.

له دې مخکې طالبانو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو خبره رد کړې وه.

پنجشېر کې د طالبانو د ګزمې موټر
پنجشېر کې د طالبانو د ګزمې موټر

د پنجشېر د والي ویاند ابوبکرصدیق دغه راز ویلي چې د دوی مخالفین غرونو ته تښتېدلي او د دوی ځواکونه یې تعقیبوي.

تر دې مخکې وړمه ورځ د مقاومت ملي جبهې د پنجشېر په درې او ابشار ولسوالیو کې له طالبانو سره په مخامخ نښتو کې د ۲۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې چې طالبانو هغه ردکړې وه.

په دې وروستیو کې دغه رازپه ټولنیزو رسنیو کې داسې تصویرونه خپاره شوي چې ښیي د طالبانو د ځواکونو یو کتار د پنجشېر پر لوري روان دی او طالبان په یوه هلیکپټر کې د څو تنو مړي لېږدوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا په پنجشېرک ې د ځواکونو د ځای پرځای کېدو یو عادي بهیر بللی دی.

تر دې مخکې د مقاومت ملي جبهې وړمه ورځ ادعاکړې وه چې د پنجشېر د څنګلوري ولایت بغلان په څو سیمو کې یې په وروستیو نښتو کې د طالبانو د ځواکونو ۲۷ غړي وژلي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبې دغه ادعا رد کړه او ویې ویل د دوی ځواکونو ته په هغو سیمو کې چې د مقاومت ملي جبهه ادعا کوي، هیڅ تلفات نه دي رسیدلي.

دې ته په پام چې طالبانو پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او په خپلواکه توګه د دواړو لورو د ادعاوو ثابتول ګران کار دی، دا ډېره ستونزمنه ده چې د پنجشېر درې غوندې په هغو سیمو کې چې په دې وروستیو کې یې د دواړو لورو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي، څوک په دې پوه شي چې هلته په رښتیا څه روان دي.

XS
SM
MD
LG