د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د افغانستان شمال کې نښتې؛ په کور دننه او بهر اندېښنې راپورته شوي


طالب جنګيالي
طالب جنګيالي

د هېواد په شمال کې په ځینو ولایتونو کې وروستیو نښتو او د طالبانو د ځواکونو استولو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ملکیانو پر وړاندې د سر غړونو په اړه اندېښنې راپارولي دي.

تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي ریچارد بنیت - هغه کس چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د څارنې مسوولیت لري، د وروستیو نښتو او د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي بنیت ویلي «لا تایید» ته اړتیا ده خو ویلي یې دي چې دی وضعیت له نږدې څاري.

نوموړي ټینګار کړی چې باید نړیوال قوانین او بشري حقونه رعایت شي.

له دې سره د تېر جمهوري حکومت یو شمېر چارواکو هم طالبان پر بد چلند، یرغل نیولو او د ملکیانو پر وژلو تورن کړي - هغه څه چې طالبان یې ردوي او وایي چې هېڅ ملکي کس ته یې زیان نه دی اړولی.

د تېر حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې له پنجشېر، تخار ، بغلان او خوست ولایتونو څخه د وژنو، صحرایي محکمو او د ملکیانو د شکنجو راپورونه ورکړل شوي دي.

هغه ویلي چې دا ډول اقدامات د "دیني ارزښتونو، بشري قوانینو، د جګړې اصولو ، د هېواد او نړۍ د کلتور خلاف او د غندنې وړ دي."

نوموړي د دې کړکېچ پر حل ټینګار کړی.

تېر حکومت کې د سولې د شورا مشر عبدالله عبدالله
تېر حکومت کې د سولې د شورا مشر عبدالله عبدالله

طالبانو مخکې له دې ویلي چې د دوی هدف یوازې وسله وال دي چې د دوی پر وړاندې درېدلي خو ملکیانو ته یې زیان نه دی اړولی.

د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم پر ټویټر پاڼه لیکلي، کوم کسان چې په داسې کړنو لاس پورې کوي د هېڅ قوم استازیتوب نه کوي او خلک يې باید پر وړاندې په بشپړ اتفاق ودرېږي.

د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر
د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر

بلخوا د تېر جمهوري حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې: "هغه مهال به په هېواد کې سوله راشي چې حاکمان یې د وېرې پر ځای د خلکو زړونه تر لاسه کړي."

خو د افغانستان اسلامي ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم توند ټکي کارولي دي.

هغه په یوه خبرپاڼه کې په بغلان، پنجشېر، تخار او سمنګان ولایتونو کې د «جنګي جنایاتو» باندې د طالبانو د تورنولو ترڅنګ خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت د دوام په صورت کې به د ترهګرۍ واک غوښتنې او زورواکي پر وړاندې له «هر ممکنې لارې» مبارزه وکړي.

د حزب جنبش ملي افغانستان ګوند مشر عبدالرشيد دستم
د حزب جنبش ملي افغانستان ګوند مشر عبدالرشيد دستم

له دې سره طالبانو یو ځل بیا د دوی له لوري د ملکي خلکو د ځورولو ادعا رد کړه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"موږ په هغو سیمو کې په کافي اندازه امنیتي ځواکونه او مجاهدین لرو، خو ورته اړتیا شوه نور به هم ولېږو خو د امنیت د ټینګښت لپاره دي، دا ادعاګانې سمې نه دي له ځینو کړیو اوازې اورو خو په حقیقت داسې څه نشته. په بغلان، تخار، سمنګان او پنجشېر کې هم کومه ستونزه نشته،په ټول پنجشېر کې امن دی هېڅ سر خوږی نشته، په سیمو کې زموږ ځواکونه شته او هرې ستونزې ته متوجه دي، څو ورځې مخکې د یوې احتمالي لانجې څرک لیدل کېده خو هغه کسان چې غرونو ته تللي وه بېرته راغلل، خپله وسله یې پر ځمکه کښوده او عادي ژوند ته یې دوام ورکړ".

له دې سره تازه د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت جبهې د بغلان ولایت په اندراب کې طالبانو ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کړې هغه څه چې طالبان یې ردوي.

XS
SM
MD
LG