د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

طالبان ولې په پنجشېر کې د ملکیانو په وهلو، شکنجه کولو او بندي کولو تورن شوي؟


طالب سرتېري
طالب سرتېري

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبانو په پنجشېر کې ځینې ملکیان په دې تور په غیرقانوني ډول ځورولي او بندیان کړي چې د دوی د یوې مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې سره اړیکې لري.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن ویلي چې طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت جبهې د جګړې په غبرګون د خلکو په وهل ټکولو لاس پورې کړی.

ګاسمن اندېښنه ښودلې طالبان په خپلو لیکو کې د جدي سرغړونو عاملینو ته د سزا نه ورکولو له کبله ډېر ملکي وګړي له خطر سره مخامخوي.

زموږ همکار، د پوهنتون له استاد عزت اله پېژاند څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: طالبان ولې په پنجشېر کې د ملکیانو په وهلو، شکنجه کولو او بندي کولو تورن شوي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:26 0:00
XS
SM
MD
LG