د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۲۷

د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال؛ په کومو ژمنو یې عمل کړی؟


د طالبانو تر ټولو مهمه ژمنه او دعوه همدا د دوی د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي خبره ده، "په افغانستان کې د سرتاسري امنیت راوستل".

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دې ډلې د سرتاسري امنیت، اقتصادي خپلواکۍ، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته د احترام او د ټولنیز ثبات د راوستو لپاره پرله‌پسې ژمنې کړي.

خو ښکاري چې په دې څلورو برخو کې د افغانستان د اوسنیو واکمنانو د ژمنو عملي کېدل تر پوښتنو او نیوکو لاندې دي.

د افغانستان د اوسنیو واکمنانو د ژمنو عملي کېدل تر پوښتنو او نیوکو لاندې دي.
  • په افغانستان کې سرتاسري امنیت

"په ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت دی، د هېڅ بل وخت په پرتله داسې امنیت نه‌و راغلی."

د طالبانو تر ټولو مهمه ژمنه او دعوه همدا د دوی د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي خبره ده، "په افغانستان کې د سرتاسري امنیت راوستل".

خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۲۶مې تر ننه کابل، کندز، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه د داعش ډلې د خونړیو ځانمرګو بریدونو شاهد و.

د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر ۱۵مه په کندهار کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات برید چې مسؤلیت‌یې داعش ډلې ومانه.
د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر ۱۵مه په کندهار کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات برید چې مسؤلیت‌یې داعش ډلې ومانه.

د بېلګې په توګه؛

  • د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر برید چې په‌کې ۱۷۰ تنه ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول
  • د اکټوبر په ۳مه د کابل په عیدګاه کې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مور د فاتحې په مراسمو ځانمرګی برید چې ۸ تنه په‌کې ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول
  • د اکټوبر په ۱۵مه د کندز په سیداباد جومات ځانمرګی برید چې په‌کې ۵۰ تنه ووژل شول او نږدې ۱۰۰ نور ټپيان شول
  • د نومبر په ۲مه په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون وسله‌‌وال برید چې په‌کې ۲۵ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د نومبر په ۲مه په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون وسله‌‌وال برید
د نومبر په ۲مه په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون وسله‌‌وال برید

که څه هم طالبانو لومړیو کې دعوه کوله چې لا یې واکمني نوې ده او وروسته به هر څه سم شي، خو د داعش د بریدونو لړۍ تر ۲۰۲۲ کال هم ورسېده او په مزار شریف، کندز او کابل کې په جوماتونو، خانقاه او ښوونیزو مرکزونو او ښوونځیو بریدونه د یادونې دي چې په دې بریدونو کې هم لسګونه کسان تپیان او ووژل شول.

تر دې چې دې ډلې د طالبانو له‌خوا د دیني عالمانو په نوم رابلل شوې غونډه‌یې هم په نښه کړه.

که څه هم د دې غونډې لپاره طالبانو په لویه کچه امنیتي تدابیر نیولي و، خو بیا هم داعش وسله‌والو ډېر نږدې ځان ورورسولی وو.

دې پېښو ته په کتو د امنیتي مسایلو کارپوه بشیر صافی وايي، له اوسه د طالبانو واکمني په امنیتي برخه کې له لویو ننګونو سره مخ ده.

له اوسه د طالبانو واکمني په امنیتي برخه کې له لویو ننګونو سره مخ ده.

ښاغلی صافی وايي: "موږ ګورو د داعش فعالیتونه دي، نورې ډلې چې د طالبانو پر ضد وسله‌واله مبارزه کوي. همدا ډول له څه وخت راهیسې سلفي عالمان په هدفمند ډول وژل کېږي. که دا کار طالبان نه‌کوي، داعش‌یې مسؤلیت نه‌مني، بیا د دې معنی دا ده چې یو بل څوک هم شته چې دا کارونه کوي."

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له دې ټولو خبرو سره سره، بیا هم ټینګار کوي چې ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت دی.

مجاهد ټینګار کوي چې ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت دی.
مجاهد ټینګار کوي چې ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت دی.

مجاهد زیاتوي: "ټول افغانان ارامه ساه اخلي، که ښار دی، که اطراف دی، که کلی دی او که ولسوالۍ. په ارام کې ژوند کوي."

د جمهوري نظام پر مهال هم داعش وسله‌والې دلې وخت په وخت بریدونه کول، خو امنیتي وضعیت ځکه ښه نه‌و چې د افغانستان اوسنیو واکمنانو ټوپک په اوږه کړی و او تر خوا یې په افغانستان کې د ډېرو ځانمرګو او وسله‌والو بریدونو، چاودنو او هدفي وژنو مسؤلیت مانه.

خو اوس له داعش پرته د طالبانو پر ضد په کور دننه د مقاومت ملي جبهې او د افغانستان د ازادۍ تحریک په نوم دوو ډلو هم ټوپک پورته کړی او د جګړې سنګرونه‌یې ګرم ساتلي دي.

  • د بشري حقونو خوندیتوب

په دوحه کې د جمهوري نظام له مذاکره کوونکي پلاوي سره د مذاکراتو پر مهال د طالبانو ژمنه دا وه چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو ټولو حقونو ته درناوی لري او خوندیتوب ته‌یې ژمن دي.

طالبانو د پوهنې او روغتیا وزارت پرته په ټولو دولتي ادارو کې د ښځو ونډه صفر کړې

خو له واکمنېدو وروسته‌یې دا ژمنه ماته کړه. له ۳۰۰ زیاتې ورځې وشوې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، په ښځو یې په زور مخونه پوښلي، د پوهنې او روغتیا وزارت پرته‌یې په ټولو دولتي ادارو کې د ښځو ونډه صفر کړې او تر دې چې د افغانستان دننه هېڅ یوه ښځه سیاسي فعالیت نه‌لري.

له ۳۰۰ زیاتې ورځې وشوې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
له ۳۰۰ زیاتې ورځې وشوې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

د دې تر خوا طالبانو یو شمېر هغه معترضې نجونې هم په میاشتو میاشتو زنداني کړي چې د خپلو حقونو یعنې زده‌کړې او کار لپاره د کابل سړکونو ته د اعتراض لپاره راوتلې وې.

تر دې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جولای په لومړۍ نېټه په افغانستان کې د نجونو، ښځو او بشري حقونو وضعیت ویجاړوونکی وباله او ژر تر ژره‌یې په دې اړه د پرېکنده ګامونو د پورته کېدو غوښتنه وکړه.

د افغان ښځو د حقونو ملاتړې شکریه بارکزۍ وايي، طالبانو پر افغان نجونو او ښځو له بل هر وخت ډېر بندیزونه لګولي.

اغلې بارکزۍ وايي: "که چېرته تاسې خپلو کړنو کې بدلون رانه‌ولئ، که تاسې د افغانستان د خلکو حق ته توجه ونه‌کړئ، همداسې به منزوي پاتې کېږئ."

شکریه بارکزۍ وايي، طالبانو پر افغان نجونو او ښځو له بل هر وخت ډېر بندیزونه لګولي.
شکریه بارکزۍ وايي، طالبانو پر افغان نجونو او ښځو له بل هر وخت ډېر بندیزونه لګولي.

دا په داسې حال کې ده چې د زمري میاشتې په درېیمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مرستیالې الیسون دویدیان وویل، تېرو ۱۱ میاشتو کې په دې هېواد کې د ښځو په وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.

مېرمن دویدیان ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو شاتګ د نړۍ لپاره ګواښ دی چې څنګه د تېرو دوه لسیزو لاس ته راوړنې په څو میاشتو کې له‌منځه وړل کېږي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ادعا کوي چې افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

دویدیان ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو شاتګ د نړۍ لپاره ګواښ دی

ښاغلي مجاهد وویل: "بشر یوازې څو تنه ښځې نه‌دي چې غواړي غربي ډوله حقوق ولري، دا ډول ښځې یوازې بشر نه‌دی، دلته ملیونونه انسانان په ولسوالیو او کلیو کې ژوند کوي."

خو د بشري حقونو د څار ادارې د کمېټې غړی ماهر مومند بیا د ښاغلي مجاهد په ځواب کې وايي: "د طالبانو اوسنی نظام د بشري حقونو ډېرې ښکاره سرغړونې لري. هغه که د نجونو ښوونځیو ته نه‌پرېښودل دي، یا له دندو د ښځو ګوښه کول دي، یا له محکمې پرته د خلکو تري تم کېدل او وژل کېدل، د هنرمندانو فعالیت بندول."

الیسون دویدیان وویل، تېرو ۱۱ میاشتو کې په دې هېواد کې د ښځو په وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.
الیسون دویدیان وویل، تېرو ۱۱ میاشتو کې په دې هېواد کې د ښځو په وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.

د دې ترڅنګ د طالبانو له‌خوا عمومي بخښنه هم تر پوښتنې لاندې ده.

د چنګاښ په ۲۹مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم خپل کلني راپور کې ولیکل، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له نیمايي څخه‌یې بیا د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې، په افغانستان کې د واکمنو چارواکو له‌خوا د مخکېني حکومت ۱۶۰ امنیتي سرتېري او حکومتي چارواکي وژل شوي او ۱۷۳ نور نیول شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان هم د لیندۍ په ۹مه یو راپور کې وویل، د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات کسان یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي.

د بیان ازادۍ محدودیت، د خبریالانو نیول او زنداني کول او تر خوا یې اطلاعاتو ته کم لاسرسی هغه څه دي چې د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې یې د طالبانو واکمني تر پوښتنې لاندې راوستې.

د بیان ازادۍ محدودیت، د خبریالانو نیول او زنداني کول او تر خوا یې اطلاعاتو ته کم لاسرسی هغه څه دي چې د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې یې د طالبانو واکمني تر پوښتنې لاندې راوستې.
د بیان ازادۍ محدودیت، د خبریالانو نیول او زنداني کول او تر خوا یې اطلاعاتو ته کم لاسرسی هغه څه دي چې د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې یې د طالبانو واکمني تر پوښتنې لاندې راوستې.
  • اقتصادي وضعیت

د هرات اوسېدونکی صفي‌الله واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د خلکو روان بد وضعیت بیانوي.

په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین په اړه په نړیواله کچه هم اندېښنې مطرح دي، تر دې چې ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په اړه خبرداری ورکړی.

د چنګاښ په ۲۳مه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ولیکل، خراب اقتصادي وضعیت د افغانانو په ژوند بد اغېز کړی او همدا اوس د دې هېواد له نیمايي زیات وګړي له لوی بشري ناورین سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان ویلي و، ۲۲ ملیونه افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او تر خوا یې نږدې ۶ ملیونه خوارځواکۍ ځپلي چې له دې شمېر یې ۳ ملیونه ماشومان دي.

۲۲ ملیونه افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

له خراب اقتصادي وضعیت سره سره، په افغانستان کې د خوړو او سونګ توکو بیې هم پورته تللي او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال د جولای راهیسې په افغانستان کې د خوراکي او سونګ توکو بیې له ۵۵ تر ۱۰۵ سلنه پورته شوې دي.

همدا اوس د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له لوی بشري ناورین سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
همدا اوس د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له لوی بشري ناورین سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د باور غورځنګ مشر نجیب‌ ازاد وايي، د طالبانو له راتګ سره سم، بې‌روزګاري زیاته او خلک له مالي پلوه ډېر وځپل شول.

ښاغلی ازاد زیاتوي: "طالبان ونه‌توانېدل چې په خپل ټول تحریک کې یو تن رامخته کړي او هغه دې د افغانستان د اقتصادي وضعیت او نورو تخنیکي مسایلو په اړه یو پراګراف خبرې وکړي. حکومت او دولت‌داري په خوبونو، ناستو، لویو لویو او کاپي شویو خبرو نه‌کېږي."

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دوی د اقتصادي خوځښت لپاره په زېربنايي کارونو روان دي.

دی وايي: "اسلامي امارت اخته دی چې له بنیاده د اقتصادي رغونې اساسي کار وکړي. مثلاً د لویو پروژو د پیل لپاره زمینه‌سازي چې کار یې پیل شي."

خو طالبانو د ټاپي او کاسا زر پروژو په برخه کې له ترکمنستان او تاجکستان سره د غونډو او د کانونو د استخراج پرته، د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره کوم بنسټیز کار نه‌دی کړی.

خو طالبانو د ټاپي او کاسا زر پروژو په برخه کې له ترکمنستان او تاجکستان سره د غونډو او د کانونو د استخراج پرته، د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره کوم بنسټیز کار نه‌دی کړی.
خو طالبانو د ټاپي او کاسا زر پروژو په برخه کې له ترکمنستان او تاجکستان سره د غونډو او د کانونو د استخراج پرته، د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره کوم بنسټیز کار نه‌دی کړی.

هغه پروژې چې د جمهوري نظام پر مهال‌یې له ۸۰ سلنې زیات تخنیکي او لوجستیکي کارونه بشپړ شوي و.

د دې ترڅنګ طالبانو د مخکېني جمهوري نظام اداري سیستم کاپي کړی او له اقتصادي غونډو نیولې تر اداري جوړښتونو ټولې چارې هماغه ډول مخکې وړې.

  • ټولنیز ثبات

طالبان پر دې هم تورن دي چې تر اوسه‌یې د قومي جوړښت پر بنسټ، په خپلو ادارو کې نورو قومونو او ښځو ته ونډه نه‌ده ورکړې.

د طالبانو په اوسنۍ اداره کې یوازې یو تاجک وزیر شته چې هغه هم د طالبانو پلوی ګڼل کېږي. همدا پر طالبانو نیوکه ده چې تخنیکي او مسلکي ادارې یې خپلو پلویانو ته سپارلي چې یوازې ملایان دي.

طالبانو ان د ډېری وزارتونو د مسلکي او تخنیکي معینانو په ګډون په اکثریت ولایتونو کې د روغتیا، مخابراتو، ښار جوړونې، کلیو او پراختیا، مستوفیت او نورو مسلکي ریاستونو ته هم ملایان معرفي کړي او د مخکېني جمهوري نظام مسلکي معینان او رئیسان‌یې ګوښه کړي دي.

همدا پر طالبانو نیوکه ده چې تخنیکي او مسلکي ادارې یې خپلو پلویانو ته سپارلي چې یوازې ملایان دي.

د دې سربېره، طالبانو په خپلو لیکو کې هم د یوه او بل پر ضد ټوپک پورته کړی. د بېلګې په توګه د سرپل په بلخاب کې د طالبانو په لیکو کې د هزاره قوماندان مهدي مجاهد ضد عملیات چې لا هم روان دي.

د سرپل په بلخاب کې د طالبانو په لیکو کې د هزاره قوماندان مهدي مجاهد
د سرپل په بلخاب کې د طالبانو په لیکو کې د هزاره قوماندان مهدي مجاهد

تر خوا یې طالبانو خپل ازبیک قوماندان مخدوم عالم هم نږدې دوه میاشتې په زندان کې ساتلی و او وروسته‌یې خوشې کړ.

تر خوا یې د طالبانو په لیکو کې په لوړه کچه د اختلافاتو راپورونه هم ورکړل شوي دي، خو خپله طالبانو رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG