د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مېرمنو ژوند خراب شوی


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو لاریون
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو لاریون

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغان نجونې او ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې سختې ځپل شوي او نه یوازې دا چې له خپلو حقونو محرومې دي، بلکې له کورني تاوتریخوالي سره مخ او په کم عمر کې په زور ودېږي.

یوه معترضه مېرمن٬ چې په کابل کې یې د طالبانو پر ضد په څو اعتراضیه غونډو او لاریونو کې ګډون کړی اوس له افغانستانه بهر اوسېږي او د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط یې ازادي راډیو سره خبرې کړي.

دا ادعا کوي٬ چې طالبانو هغه مهال بندي کړې وه او همدا ډول د اعتراض پر مهال وهلې او شکنجه کړې، خو نه غواړي چې په زندان کې د خپل وضعیت په اړه ډېر جزییات ورکړي.

هغې وویل: "د طالبانو پر ضد اعتراض کې ووهل شوم. ما ته یې بدې ردې وویلې، څو زموږ مخه ونیسي. طالبانو څو ځله زه وڅارلم. زموږ کور د طالبانو تر کنټرول لاندې و او څو ځله مې له یوه ځایه بل ته کډه وکړه. یوه نیمه میاشت په یوه امن کور کې اوسېدم، خو طالبانو ونیولم. هغه شپه چې ونیول شوم، زما د ژوند تر ټولو بده شپه وه. طالبان له وسلو او د استشهادي ځواکونو سره زموږ اپارتمان ته راننوتل او په ډېره بې رحمۍ یې موږ ونیولو."

په کابل کې د معترضو ښځو له نیولو، زندان ته یې د اچولو او د ځینو معترضو په خبره په زور له دوی د اعتراف اخیستلو وروسته، اوس په سړکونو د ښځو د اعتراض غږونه ټپ شوي دي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو یو انځور. May 26 2022
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو یو انځور. May 26 2022

خو تازه د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ یو راپور چې «تدریجي مرګ؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نجونې او ښځې» نومېږي او په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغان نجونو او ښځو وضعیت ښيي، خپور کړ.

د دې سازمان څېړونکو په تېره مارچ میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال له ۱۰۱ نجونو او ښځو سره د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې خبرې کړي او په دې راپور کې یې د هغوی غږ راپور ته کړی دی.

راپور کې راغلي، طالبانو په افغانستان له واکمنېدو وروسته، د زده‌کړو، کار او مدني برخو کې د ښځو حقونه نقض کړي او همدا ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د دوی د حقونو د خوندیتوب بنسټونه هم له‌منځه تللي دي.

دا راپور ښيي٬ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې په کم عمر کې د نجونو په زور واده کول زیات شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان سرمنشۍ اګنس کلامار وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ د یوه کال له کمې مودې راهیسې، د هغوی ظالمانه سیاست میلیونونه افغان نجونې او ښځې د امن او ازاد ژوند څخه محرومې کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې خبرداری ورکړل شوی٬ چې د ښځو ځپل او خاموشه کول ورځ تر بلې زیاتېږي او باید نړیواله ټولنه دې ټکي ته پام وکړي.

د سویلي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حمیدي هم ازادي راډیو ته وویل، نړۍ باید په افغانستان کې د نجونو او ښځو نازک وضعیت ته پام وکړي او پر طالبانو فشار راولي.

سمیرا حمیدي
سمیرا حمیدي

حمیدي وویل: "زموږ موندنې ښيي چې د طالبانو په واکمنۍ کې په زور او په کم عمر کې ودول زیات شوي دي. هغه حقوقي خدمتونه چې له زیان ګاله ښځو یې ملاتړ کاوه، په بشپړ ډول له‌منځه تللي. موږ په افغانستان کې د معترضو ښځو د نیولو، بندي کولو او شکنجې شاهدان یوو او دا ډېره اندېښمنونکې ده. نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید پام وکړي، څو د نجونو او ښځو وضعیت بدلون وکړي."

طالب ویاندویانو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو له دې وړاندې یې ازادي راډیو ته ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي دي.

خو یو شمېر افغان ښځې وايي، د ښځو د حقونو په اړه له دین څخه د طالبانو اخذ د خپلو روایتونو پر بنسټ دی.

که څه هم له ۱۱ میاشتو زیات وخت کېږي٬ چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د خپلو حقونو د خوندیتوب په اړه شکایتونه کوي، خو تر خوا یې یو شمېر معترضي نجونې او ښځې وايي د خپل حقونو لپاره به یې مبارزه روانه وي.

XS
SM
MD
LG