د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

ګارډین: طالبان په مالیې وزارت کې د ښځو پر ځای د هغوی نارینه په دندو ګماري


د افغانستان مالیې وزارت
د افغانستان مالیې وزارت

ګارډین:

له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو حکومت غواړي، چې د مالیې وزارت د ښځینه کارکوونکو ځای د هغوی نارینه خپلوان ډک کړي.

ورځپاڼې لیکلي، دغو ښځینه کارکوونکو ته دا خبره داسې مهال شوې چې دوی له نژدې یوه کال راهیسې په کور ناستې دي، خو یوه کمه اندازه معاش یې ورکول کېده.

د مالیې وزارت یو شمېر ښځینه کارکوونکو ګارډين ته ویلي، د وزارت چارواکو ورته په ټیلیفون کې ویلي چې د کار بوج زیات دی نو باید پر ځای یې د کورنۍ یو بل نارینه غړی وګمارل شي.

یوې کارکوونکې د نوم نه ښودو په شرط ورځپاڼې ته ویلي، له دې وغوښتل شول چې دندې ته رانه شي او د کورنۍ یو نارینه وزارت ته معرفي کړي.

د طالبانو د حکومت دمالیې وزارت بلې کارکوونکې چې خپل نوم یې مریم یاد کړی هم ورته خبره کړې او ورځپاڼې ته یې ویلي: "له پنځلسو کلونو راهیسې مالیې وزارت کې کار کوم، خو اوس د بشري سرچینو څانګې راته زنګ وهلی چې دندې ته مه راځه او یو نارینه یې پر ځای ګمارل کېږي."

مریم چې په سوداګرۍ او مدیریت کې ماسټري هم لري زیاته کړې، دا نه پوهېږي چې څنګه په اسانه بل څوک خپلې دندې ته معرفي کړي.

مریم ویلي، لږ تر لږه ۶۰ ښځینه همکارانو ته یې زنګونه وهل شوي او ورته ویل شوي چې یو نارینه ورته معرفي کړي.

ګارډین لیکلي، دوی هڅه وکړه، چې له طالبانو د دې خبرې جزییات واخلي، خو وایي پوښتنې یې بې ځوابه پاته شوي دي.

طالبانو له دې وړاندې بیا ویلي، چې دوی په اسلامي چوکاټ کې د ښځو د تعلیم او کار حقونو ته ژمن دي او ویلي یې دي چې د وخت په تېریدو به یې دندې ته راوغواړي.

طالبانو ویلي، دوی د روغتیایي برخې، پوهنې ، پاسپورت ریاست او هوایي ډګرونو ښځینه کارکوونکې دندو ته پریښې دي.

والسټریت ژورنال:

والسټریت ژورنال ورځپاڼې بیا افغانستان کې د زېږون پر مهال مېندو او ماشومانو ته د کمزورو روغتیایي خدمتونو پر ستونزې یوه لیکنه خپره کړې ده.

د مطلب لیکوال د کابل له ګڼې ګوڼې د یوه ډک زیږنتون وضعیت انځور کړی او ویلي یې دي، د ځای د کموالي له کبله پر یوه زانګو ډوله چپرکټ ۳ زېږېدلي ماشومان پراته وي.

مطلب کې د ډاکټرانو او روغتیایي سازمانونو په حواله لیکل شوي، چې یو شمېر د نازک وضعیت میندوارې ښځې د تجهیزاتو د کمښت له کبله ساه ورکوي.

وړاندې د روغتیایي کارکوونکو په حواله لیکل شوي، چې د لوږې له کبله اکثره میندې له وخته مخکې او په کم وزن سره ولادت کوي چې روغتیا پالانو ته یې کار سخت کړی دی.

پخوا تر دې بیا روغتیایي مسوولانو ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسیف په ګډون بېلابېلو نړیوالو سازمانونو له روغتیایي برخې سره خپلې مرستې پیل کړي او وایي دا سکټور په ښه وضعیت کې دی.

XS
SM
MD
LG