د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د افغانستان په باب د نړيوالو ورځپانو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ډپلوماټ خپرونه:

ډپلوماټ خپرونې د طالبانو د سترې غونډې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې یادونه شوې چې د افغانستان په پلازمېنه کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو درې ورځنۍ غونډه د شنبې په ورځ د طالبانو د ملاتړ په ژمنو پای ته ورسېده او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسمیت وپېژني.

وروسته لولو چې په دې غونډه کې د حاضرینو غوڅ اکثریت د طالبانو چارواکي او پلویان وو چې ډېری یې اسلامي دیني عالمان وو.

ښځو ته اجازه نه وه ورکول شوې چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د لیکوال په وینا نړیواله ټولنه طالبان په رسمیت نه پېژني او د طالبانو له حکومت سره هر ډول همکاري څخه لاس پر سره ده په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې دوی د ښځو او اقلیتونو حقونه محدود کړل.

د پنجشنبې په ورځ د غونډې په پیل کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون د لویې جرګې تالار ته څېرمه د ډزو غږونه واورېدل شول.

وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته وويل چې د طالبانو د حکومت ځواکونو پر هغه کس ډزې کړي چې ګومان کېږي لاسي بم يې درلود، خو ده زیاته کړه چې د اندېښنې وړ څه نه‌شته.

خو مقاله یادونه کوي چې داعش د دغه برید مسوولیت واخیست او په یوه بیان کې يې وویل چې د دې ډلې درې جنګیالي غونډې ته نږدې د یوې ودانۍ پر چت وختل او یوه ویډیو یې خپره کړه چې د درنو وسله والو کسانو یوه ډله ښېي چې مخونه یې پټ کړي او وايي: د غونډې موقعیت ته نیږدې ځای پر ځای شوي او د برید امر ته په تمه دي.

ګارډين ورځپاڼه:

ګارډین ورځپاڼې بیا د کابل د یوه کتاب پلورونکي په اړه لیکلي چې برېتانیا ته یې پناه وړې ده.

په دې مقاله کې د شاه محمد کتاب پلورونکي اړوند راغلي چې دی وروسته له هغه پر نړیواله کچه مشهور شو چې په اړه یې (د کابل کتاب پلورونکي) په نوم یو کتاب خپور شو.

په مقاله کې د شاه محمد په اړه لیکل شوي چې مخکې یې په افغانستان کې د بېلابېلو رژيمونو پر مهال ژوند کړی خو اوس لندن په یوه هوټل کې د ژوند شپې ورځې تېروي او له طالبانو یې برېتانیا ته پناه وړې ده.

وروسته لولو چې ۶۹ کلن شاه محمد رئیس د سپتمبر په ۲۶مه برېتانیا ته ورسېد او په هوايي ډګر کې یې د پناه غوښتنه وکړه.

هغه د خپلې دوسیې پرمختګ ته سترګې په لاره دی او اوسمهال له بېلابېلو جګړه ځپلو سیمو څخه دې هېواد ته ورغلو نورو پناه غوښتونکو تر څنګ ژوند کوي.

د مقالې په پای کې راغلي چې د شاه محمد راتلونکی ناڅرګند دی ځکه تر اوسه د پناه غوښتنې پایلې ته په تمه دی.

XS
SM
MD
LG