د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د بشر د حقونو کمېسيون: د طالبانو غونډې د افغان بحران کابو کولو لپاره کومه حل‌لاره پيدا نه‌کړی شوه


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون ودانۍ
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون ودانۍ

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په کابل کې د طالبانو له‌خوا د دیني عالمانو د غونډې په غبرګون کې وايي، دې ناستې و نه شو کولای په دې هېواد کې د روان ژور بحران لپاره رغونکي حل لار وړاندیز کړي.

دغه کمېسیون چې اوس له افغانستانه بهر فعالیت کوي، د دې غونډې په اړه په خپله ټوېتر پاڼه کې، په یو مفصل تحلیل کې لیکي، دا ډول ناستې طالبانو ته په کور دننه مشروعیت نه‌شي ورکولای.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دیني عالمانو غونډه کې چې تېره اوونۍ وشوه، طالبانو خپلې غوښتنې په خلکو تحمیل کړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې اوس له افغانستانه بهر په فعالیت بوخت دی، د دې غونډې په اړه خپل تحلیل کې چې په ټوېټر پاڼه یې خپور شوی لیکلي، د غونډې اجنډا له سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو لوریو سره شریکه نه‌شوه او طالبانو په پټه یوه اجنډا جوړه او په خلکو تحمیل کړه.

دې کمېسیون د طالبانو له‌خوا د دیني عالمانو د غونډې په روڼتیا، مشروعیت، ټول‌ګډون‌والي او د غونډې د پوښښ په برخه کې د رسنیو د پوښښ په محدویت سختې نیوکې کړي او وايي، دې غونډه کې د افغانستان د روان بحران د حل لاره هیڅ رغونکی وړاندیز و نه‌شو.

د طالبانو د ديني عالمانو غونډه د لويې جرګې په خېمه کې جوړه شوې وه
د طالبانو د ديني عالمانو غونډه د لويې جرګې په خېمه کې جوړه شوې وه

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون له قوله، په دې غونډه کې ګډون‌والو د خلکو د استازولۍ حق نه‌ درلود او ور ته بلل شوي، ټول د طالبانو پلویان او د دوی فکري لارویان و.

دې کمېسیون د طالبانو له‌خوا د دیني عالمانو په غونډه کې د ښځو په نه ګډون هم نیوکه کړې او زیاتوي، دې کار وښوده چې طالبان په نړۍ کې یوازینی سیاسي بنسټ دی چې په خپل سیاسي نظام کې یې د ښځو ونډه له‌منځه وړې.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون دا هم وايي، چې طالبانو د دې غونډې د جوړېدو په برخه کې د هېواد هیڅ قانون په پام کې نه‌دی نیولی او دې ټولو ټکو ته په کتو، دا ډول غونډې نه‌شي کولای دوی ته په کور دننه مشروعیت ورکړي.

د طالبانو حکومت بیا د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په دې نظر مایوسي ښېي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "په دې غونډه کې د افغانستان د ټولو ناحیو او ولسوالیو خلکو ګډون درلود. په کې ۴۵۹۲ را غونډ شوي وو. دا ډېر لوی اکثریت دی چې په‌کې پوهان راټولېږي، نظام مشروع ګڼي او حمایت یې کوي. ملګري ملتونه او نورې موسسې باید دا واقعیتونه درک کړي او د افغانستان د خلکو غوښتنې په نظر کې ونیسي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

طالب چارواکي وايي، په دې غونډه کې په هغو موضوعاتو بحث شوی چې د افغانستان د خلکو غوښتنې وې.

خو د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون بیا وايي، د طالبانو له‌خوا د دیني عالمانو په رابلل شوې غونډه کې د طالبانو د مشرانو خبرو وښوده چې د دوی په فکري نظام، ادبیاتو او سیاسي جوړښت کې لا هم دیکتاتوري ژورې رېښي لري.

دا کمېسیون په دې غونډه کې ویناوې او د غوندې پرېکړه‌لیک هم تر پوښتنې لاندې راولي او لیکي، په ویناوو او دې لیک کې له تاوتریخوالي ډک او جګړه‌ییز ادبیات کارول شوي و او ویل شوې، هغه کسان چې د اوسني نظام پر ضد کوچنی عمل هم وکړي، باید سر یې پرې او له‌منځه یوړل شي.

پرېکړه ليک کې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو هيڅ ماده نه وه، هغه چې ټول افغانان ورته منتظر و.
پرېکړه ليک کې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو هيڅ ماده نه وه، هغه چې ټول افغانان ورته منتظر و.

د طالبانو د دیني عالمانو غونډې چې تېره اوونۍ را بلل شوې وه، درې ورځې دوام وکړ، خو په کور دننه او بهر له دې نیوکو سره سره پای ته ورسېده چې د خلکو بنسټیزو اړتیاوو او غوښتنو ته یې ځواب و نه وایه.

د یادونې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي، چې له ملي او نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې په خپلواک ډول خپلې چارې پر مخ بوځي.

یاد کمېسیون وروسته تر دې دا اعلان وکړ، چې طالبانو یې تشکیل لغوه کړ او ویې ویل، بودیجه نه‌لري او تر خوا یې د دې کمېسیون د کار د دوام لپاره نوره اړتیا نه‌شته.

XS
SM
MD
LG