د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

د ديني عالمانو غونډه کې د ملا هبت الله اخندزاده په ګډون د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

کابل کې د علماوو لویه غونډه کې د طالبانو د مشر ملا هبت اله اخندزاده پر ګډون د نړۍ ځینو ورځپاڼو او خپرونو لیکنې خپرې کړې دي.

انډپنډنټ ورځپاڼه:

د برېتانیا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې لیکلي، چې اخندزاده د جمعې په ورځ د دې غونډې په دویمه ورځ حاضر شو او وینا یې وکړه. دغې غونډې ته طالبانو سخت امنیتي تدابیر په پام کې نیولي دي.

د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په خپلو ټولنیزو شبکو کې د ملا هبت اله اخندزاده د وینا یوازې صوتي بڼه خپره کړه.

له کله چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د دوی د مشر کوم نوی عکس یا ویډیو نه ده خپره شوې.

د طالبانو لویه غونډه چې نن به د درېیمې ورځې لپاره هم دوام کوي، په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې جوړه شوې او د طالبانو په خبره شا و خوا ۳۵۰۰ کسانو په کې برخه اخیستې ده.

دا پر افغانستان پر قدرت د ولکې له بیا ټینګولو وروسته لومړی وار دی، چې طالبان داسې یوه غونډه جوړوي.

ځینو کسانو دا غونډه فرمایشي بللې او ویلي یې دي، یوازې د طالبانو ملاتړي او پلوي کسان ورته رابلل شوي دي.

په غونډه کې د ښځو د استازو نه ګډون، د ښځو د حقونو د ځینو فعالانو انتقادونه پارولي دي.

انډپنډنټ زیاتوي، د طالبانو مشر هبت اله اخندزاده د خپلې وینا په یوه برخه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو له خوا د یوه موقت حکومت د جوړېدو په اړه وویل: "ټولو ته د هغې بریا مبارکي وايم چې د افغانستان د ازادۍ او وروسته د اسلامي نظام د راتګ سبب شو."

هغه بې له دې چې د چا نوم واخلي وویل، چې دوی غواړي خپلې غوښتنې پر طالبانو وتپي خو اخندزاده په خپلو خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې خپل اهداف تعقیب کړي.

د ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو او نجونو د حقونو رعایت له طالبانو د نړیوالې ټولنې له عمده غوښتنو دي.

ګارډين ورځپاڼه:

ګارډین ورځپاڼې په یوه مطلب کې د هغو افغانانو ستونزو ته کتنه کړې، چې په کابل کې یې د برېتانیا سفارت کې کار کړی و، خو اوس په افغانستان کې له ډاره ډک ژوند لري.

په مطلب کې لولو، چې د دغو کسانو شمېر تر ۱۷۰ زیات ګڼل شوی دی.

ګارډین د هغه لېست له مخې چې کتلی یې دی، لیکلي چې شا و خوا ۲۰۰ پخواني ترجمانان، امنیتي ساتونکي او محلي کارکوونکي دېته په تمه دي، چې د برېتانیا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، دغه راز نورو ادارو چې د خلکو د ایستلو د چارو مسوولې دې، یو ځواب ترلاسه کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، دغه ټول کسان برېتانیا ته د لېږدولو پر شرایطو برابر دي.

ورځپاڼې د برېتانیا د دفاع وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي چې له اپرېل میاشتې تر جون پورې ۶۸۳ افغانان له خپلو کورنیو سره یو ځای د یوه ځانګړي پروګرام له لارې برېتانیا ته لېږدول شوي دي.

د دې پروګرام له مخې هغه افغانان برېتانیا ته لېږدول کېږي، چې په افغانستان کې یې د برېتانیا له حکومت سره کار کړی وي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د تخلیې د ماموریت پر مهال په لسګونو زره افغانان له افغانستانه لېږدول شوي دي.

د دوی له ډلې ځینو افغانانو په امریکا او نورو هېوادونو کې نوی ژوند پیل کړی او په زرګونو نور، لا هم په متحده عرب اماراتو، قطر او نورو هېوادونو کې په موقتي کمپونو کې اوسي، چې امریکا یا هم نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

XS
SM
MD
LG