د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

امريکا: طالبانو افغان مېرمنې او نجونې له عادي ژونده ايستلي


کابل کې د مېرمنو پر يوه لاريون د طالبانو ډزې - ارشيف
کابل کې د مېرمنو پر يوه لاريون د طالبانو ډزې - ارشيف

امریکا وايي، طالبانو په بیا ځلې واکمن کېدو سره د تېرو څو لسیزو لاسته راوړنې له پامه غورځولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د "افغان او امریکا د کډ مشورتي مېکانیزم" د پرانیستې په مراسمو کې وویل، طالبانو افغان مېرمنې او نجونې تر ډېره له عادي ژونده ویستي دي.

د هغه په خبره، ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل ن یوه وحشتناکه ضایع ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ويلي، د طالبانو لخوا د افغان مېرمنو او دغه شان د افغانستان د نورو ازاديو په اړه ددوی کړنې تر انتقاد لاندې راويستي.

نوموړي د بښنې نړېوال سازمان وروستي راپور ته په اشارې سره وویل، په افغانستان کې مېرمنې د خپلو حقونو د اخیستلو لپاره له اعتراضونو محرومې شوې او هغه بنسټونو چې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې یې کار کاوه له منځه وړل شوي چې دغه چاره د ماشومانو کې د جبري ودونو د زیاتېدو لامل شوې.

نوموړي وويل: "له تېر یو کال راهېسې چې طالبان واک ته رسېدلي دوی د پراخ پرمختګ او ازادۍ مخه يې نیولې ده، مدنې ټولنې او د خبریالانو غږ چپ شوی، دوی د ښځو او نجونو بشري حقونو ته په درناوي کې پاتې راغلي، د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او نجونې په لویه کچه له عامه ژوند څخه محروم شوي دي، په مارچ میاشت کې دوی په افغانستان کې د امریکا غږ او بي بي سي په څېر خپلواکې نړیوالې رسنۍ محدودې کړې، په دننه افغانستان کې کورنۍ رسنۍ سانسور شوي او په ویرې سره خپل نشرات کوي، دوی د مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره د مذهب د آزاد عمل مخه ونیوله."

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن

د بښنې نړېوال سازمان په تازه راپور کې چې په افغانستان کې طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان مېرمنو او نجونو د تدریجي مرک په نوم خپور کړی ویلي، د افغان مېرمنو ژوند د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وران شوی.

دغه راپور د اسد یا زمري میاشتې په پنځمه خپور شوی.

په راپور کې ویل شوي چې افغان مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له بشري حقونو محرومې، کورنۍ تاوتریخوالی او همدا راز جبري ودونو تر سخت فشار لاندې ژوند کوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي خو له دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې د ټولنې د ټولو غړو حقونه د اسلامي اصولو په ړڼا کې ټینګ شوي او ورکول کېږي هغه څه چې تر اوسه یې ښکاره تعریف نه دی معلوم.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د دروازو تړل یوه وحشتناکه ضایع یادوي او له طالبانو غواړي چې د افغانستان خلکو سره په کړیو ژمنو عمل وکړي.

نوموړي ويلي: "د طالبانو پرېکړه چې په ثانوي ښوونځیو کې د نجونو د تلو مخه ونیسي، دا پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې ځینې نجونې په حقیقت کې ښوونځي ته روانې وې او نورې لا د مخه په خپلو میزونو کې ناستې وې، د افغانستان نجونې له ۳۱۴ ورځو را په دې خوا په کورونو کې ناستې دي او کاکا ورور او د کاکا زامن یې په زده کړو بوخت دي، دا یو وحشتناکه ضایعه ده."

يو شمېر نجونې زده کوونکې
يو شمېر نجونې زده کوونکې

د طالبانو حکومت ددې راپور تر خپرېدو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ورستیو څرګندونو په اړه زموږ اړیکې راځواب نه‌کړې.

د بشر حقونو ټینګښت او د یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کول د نړېوالو لخوا طالبانو سره د ښو اړیکو د ټینګښت په برخه کې اصلي شرطونه یادو شوي چې تر اوسه په دې برخه کې د نړېوالو قناعت نه دی ترلاسه شوی.

له بلې خوا په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت نږدې کال په پوره کېدو دی خو تر اوسه هیڅ یو هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.

XS
SM
MD
LG