د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

فارن پالیسي: ګاونډیان په افغانستان کې د تروریزم له خوټېدونکي دیګ څخه وېرېږي


په تاشکند کې د افغانستان په اړه د وروستي کنفرانس انځور
په تاشکند کې د افغانستان په اړه د وروستي کنفرانس انځور

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د بخښنې د نړیوال سازمان وروستي راپور ته په اشاره لیکي، د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو د حقونو ځپنې، افغان ښځې زیندۍ کړي دي.

په دغه راپور کې چې پرون خپور شوی، ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو ژوند د طالبانو له خوا د دوی د بشري حقونو د ځپلو له کبله تباه شوی.

په راپور کې راغلي٬ چې طالبان د زیندۍ کولو تر کچې د ښځو د ځپلو په وسیله د افغان ښځو او نجونو ژوند تباه کوي.

د لاس انجلس ټایمز په لیکنه طالبانو د تېر کال په اګست کې د نړیوالو له ملاتړه برخمن حکومت د نسکورېدو او بیا واک ته له رسېدو سره سم، د نویمې لسیزې په نسبت چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې واک ته رسېدلي و، ځان معتدل ښودلی و.

په لومړي سر کې د طالبانو چارواکو ښځو او نجونو ته د کار او زده کړې د اجازې خبره کړې وه٬ خو لاس انجلس ټایمز لیکي چې طالبانو د دې پرځای یو مخ د نارینه وو یو حکومت جوړ کړی.

د ورځپاڼې په لیکنه هغوی نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو منع کړي، اجباري حجاب یې پرې تحمیل کړی او کار کولو ته یې د ښځو لاسرسی محدود کړی دی.

د لاس انجلس په لیکنه، طالبان چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو سره بیا واک ته رسېدلي، نړیوالو یې تراوسه د حکومت له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې او له هغوی یې غوښتي چې بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د نورو سیاسي ډلو او لږکیو پر وړاندې له زغمه کار واخلي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونه د افغانستان په اړه په ازبکستان کې وروستي کنفرانس ته پام اړولی او لیکي، د طالبانو ګاونډیان په افغانستان کې د تروریزم له خوټېدونکي دیګ څخه وېرېږي.

د لیکوال په باور سیمه چې په افغانستان کې سخت دریځو ته اندېښنه لري، د تاشکند کنفرانس سره متحده کړې.

په فارن پالیسي کې وړاندې راغلي، روانه اونۍ له یوې وسله والې ډلې څخه د حکومت کولو پر لور انتقال کې د طالبانو ناکامي ترغور لاندې ونیول شوه.

طالبانو د هغو هېوادونو له استازیو سره لیدنې کتنې ترسره کړې چې په زیاتېدونکي ډول دې ته اندېښنه لري٬ چې سخت دریځي به بیا افغانستان د نړۍ لپاره د ترهګرۍ پریوه پټنځای بدل کړي.

د فارن پالیسي په باور روسیه، ایران، چین، پاکستان او د مرکزي آسیا هېوادونه د تېر کال په اګست میاشت کې پر پخواني حکومت د طالبانو د بریا ترشا یو موټي شوي وو ځکه له سیمې د امریکایي ځواکونو وتلو ته خوشحاله وو.

خو اوس چې طالبان قدرت په لاس کې لري، داسې ښکاري چې یو کم شمېر یې پوهېږي چې په څه ډول یې د سختدریځۍ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG