د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

له ملګرو ملتونو د امريکايي سفيرانو د ډلې غوښتنه: پر طالبانو د سفر بنديز ولګوئ


طالب مشرانو له تېر يو کال راهيسې بېلابېلو هېوادونو ته لسګونه سفرونه کړي دي.
طالب مشرانو له تېر يو کال راهيسې بېلابېلو هېوادونو ته لسګونه سفرونه کړي دي.

په افغانستان کې د یو شمېر پخوانیو امریکایي سفیرانو ډلې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو پر سفرونو دې بندیزونه ولګوي.

دغو امریکایي سفیرانو د یو بیان په خپرولو وروسته له هغې دا غوښتنه کړې چې امریکا تازه په افغانستان کې د القاعده مشر ایمن الظواهري د وژلو اعلان کړی دی.

دا ډله سفیران وایي، چې په کابل کې د الظواهري وژل کېدل له القاعده ډلې سره د طالبانو په ځانګړې توګه د حقاني شبکې اړیکې په ګوته کوي او طالب مشرانو د خپل حکومتولۍ له پیله تر دې دمه پر افغان ښځو د بېلابېلو بندیزونو په لګولو، هغوی له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي دي.

د دې سفیرانو په ډله کې چې شپږ کسان، جیمز کننګهم، ریان کراکر، هوګو لورینس، پی مایکل مک کینلي، رونالډ ای نیومن، او ارل انتوني وین شامل دي د بیان په خپرولو یې له ملګرونو ملتونو غوښتي چې خپله هغه پرېکړه لغوه کړي، کومه چې طالبانو یې له مخې کولای شول په تېر نږدې یو کال کې بهرني سفرونه وکړي.

دا بیان چې د اتلانتیک شورا په وېب پاڼه کې خپور شوی په‌کې راغلي چې: "د جولای په ۳۱مه د کابل په یوه خوندي کور کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل له طالبانو، په ځانګړې توګه له حقاني شبکې سره د دې ډلې دوامداره نږدې اړیکې په ګوته کوي، د طالبانو مشرانو هم په پرله‌پسې توګه په ښځو او نجونو باندې د نړۍ تر ټولو سخت محدودیتونه لګوي، د ښځو د زده کړې په بندولو، د سفر د محدودولو، د هغوی د جامو په اړه حکم کولو او د هغوی د حرکت د محدودولو له لارې د ښځو د "غايبولو" پخوانیو دودونو ته ستانه شوي دي."

د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په ۲۰۱۹ کال کې د طالبانو جګپوړو استازو ته د سولې د خبرو اترو لپاره د سفر اجازه ورکړه او دوه میاشتې مخکې یې خپله دا پرېکړه بیا تمدید کړه، چې له مخې طالب مشران وخت ناوخت بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي.

د دې سفرونو په ترڅ کې طالبانو په بېلابېلو کنفرانسونو کې ګډون کړی دی، هغه څه چې دغو پخوانیو امریکایي سفیرانو د مشروعیت د تر لاسه کولو لپاره د طالبانو هڅې ګڼلي دي.

خو یوازې پر دوو طالب چارواکو د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت په مرستیال سیداحمد شهیدخېل یې، د سفر بندیز ولګاوه.

دیادونې ده چې تر دې مخکې، د جولای په ۲۷مه نېټه د امریکا د کانګرس څلورو مشهورو سناتورانو هم د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته یو لیک لېږلی او له امنیت شورا نه يې غوښتي وو، چې په طالب مشرانو د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې د سفر بندیزونه ولګوي او تر څنګ یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي په ټینګار سره غوښتنه شوې، چې باید دا ډاډ ورکړي چې د طالبانو استازی په دې سازمان کې رسمي ډیپلوماټیک حضور ونه‌لري.

دغه لیک د امریکا متحده‌ایالاتو د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جیم‌رش، سناتورې جین شاهین، د بهرنیو اړیکو د کمېټې سناتور باب مننډز او سناتور جوني ارنسټ لیکلی و.

ټاکل شوې د روانې اګسټ میاشتې په نیمایي کې ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي، خو دغو سفیرانو یې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو ویاندویانو یې تر دې دمه په دې اړه زموږ پوښتنې نه دي ځواب کړي.

د امریکایي سفیرانو ډلې داسې مهال دا غوښتنه کړې چې دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د جولای په یو دېرشمه نېټه د دوی له لوري د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په کابل شېرپور سیمه کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري وژل شوی.

XS
SM
MD
LG