د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

ملګري ملتونه: ايمن الظواهري ژوندی دی او له طالبانو سره اړيکې لري


د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده او د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده او د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري

د ملګرو ملتونو یو نوی راپور چې پرون خپور شو ښېي چې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري ژوندی دی او دا ډله لا هم له طالبانو سره نږدې او پیاوړې اړیکي لري.

په دې راپور کې راغلي، په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د ایمن الظواهري هوساینه ډېره او د القاعده شبکې له نورو غړوسره یې اړیکې پیاوړې شوي.

القاعده؛ یو ځل بیا د نړۍ د ترهګریزو شبکو تر ټولو په ګواښوونکې ډله بدله شوې.

هغه اطلاعات چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو شریک او دې سازمان پرون په یوه نوي راپور کې خپاره کړي، ښېي چې له طالبانو سره د القاعده شبکې اتحاد لا هم پیاوړی دی.

راپور کې راغلي"د القاعده غړي د افغانستان په جنوب او ختیځ کې پاتې دي، چېرته چې دا ډله تاریخي حضور لري."

د ملګرو ملتونو په راپور کې د ځینو غړو هېوادونو له قوله لیکل شوي، القاعده د خپلو اصلي غړو ځای په احتمالي توګه د افغانستان لویدیځ یعنې فراه او هرات ولایتونو ته لېږدولی دی.

د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري
د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري

خو په راپور کې دا هم لیکل شوي، چې القاعده غواړي د افغانستان په شمال کې یو مرکز جوړ، نوي جنګیالي راټول او ډېرې سرچینې پیدا کړي.

طالبان بیا د ملګرو ملتونو دا راپور ردوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د دې ډول ادعاوو لپاره هیڅ دلیل او سند نه‌شته. اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه، د بل کوم هېواد پر ضد ګټه پورته شي او دې ژمنې ته متعهد دی."

خو د ملګرو ملتونو په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، که څه هم القاعده شبکه اوس په ښه موقف کې ده، خو له دې امله په نورو هېوادونو بریدونو ته زړه نه‌ښه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني تر پوښتنې لاندې را نه‌شي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم راغلي، په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د ایمن الظواهري هوساینه ډېره او د القاعده شبکې له نورو غړوسره یې اړیکې پیاوړې شوي.

د راپور له قوله، سره له دې چې داسې انګېرل شوې ده چې د القاعده شبکې پخوانی مرستیال او اوسنی مشر ایمن‌الظواهري ناروغ یا هم مړی شوی دی، خو بر عکس هغه ژوندی دی او ازادانه اړیکې نیسي.

افغانستان کې داسې مهال د القاعده ډلې د پياوړي کېدو په اړه راپورونه خپريږي چې له وړاندې دغلته د داعش ډلې د شتون او ګواښ په اړه هم اندېښنې شته
افغانستان کې داسې مهال د القاعده ډلې د پياوړي کېدو په اړه راپورونه خپريږي چې له وړاندې دغلته د داعش ډلې د شتون او ګواښ په اړه هم اندېښنې شته

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، "نړیوال شرایط د القاعدې لپاره مناسب دي چې غواړي یو ځل بیا د نړیوالې جهادي ډلې د مشرې په توګه وپېژندل شي."

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل دریم راپور کې هم ویلي وه، چې القاعده او طالبان نېږدې اړیکي لري.

په ورته وخت کې، سره له چې طالبان ادعا کوي، په افغانستان کې داعش ډلې ته يې ماتې ورکړې، خو د ملګرو ملتونو راپور لیکي، داعش لا هم د نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی او دا ډله توانېدلې په خپلې وړتیا او غیر متمرکز جوړښت سره پلان شوې او پېچلې حملې وکړي.

راپور زیاتوي، داعش په افغانستان، سوریې، عراق، ترکیې، سومالیه، لیبیا، یمن، د مصر په سینا او د افریقا په چاد حوضه کې ۹ سیمه‌ییز دفترونه پرانيستلي، څو په نړۍ کې خپله وړتیا او تر خوا یې خپل شهرت خوندي وساتي.

XS
SM
MD
LG