د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

افغانستان کې د "ترکستان اسلامي ګوند" دوه مخکښ غړي ليدل شوي


د ترکستان اسلامي ګوند يو تن وسله وال
د ترکستان اسلامي ګوند يو تن وسله وال

د ترکستان اسلامي ګوند، چې القاعده او طالبانو ته نژدې ډله ده، د خپل مشر عبدالحق ترکستاني هغه ویډیو خپره کړه چې نوموړی په افغانستان کې ښېي.

د لانګ وار ژورنال خپرونې د راپور له مخې، د ترکستان د اسلامي ګوند له لوري له خپرې شوې ویډیو سره سم، ترکستاني د مې د میاشتې په نیمايي کې له خپلو ملګرو سره په افغانستان کې اختر لمانځي.

په دې ویډیو کې د عبدالحق ترکستاني ترڅنګ عبدالسلام الترکستاني، چې د ترکستان د اسلامي ګوند یو بل مهم مشر دی لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي بهرنیانو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي.

لانګ وار خپرونه وايي، عبدالحق ترکستاني د خپلې ډلې له نورو مهمو مشرانو سره یو ځای اوس د افغانستان په شمال کې مېشت دی او د امریکا د استخباراتو دوه چارواکي، چې له دې ویدیو خبر وو، وايي چې خپره شوې ویډیو هم د افغانستان په شمال کې ثبت شوې ده.

خبریال او د ترکستان اسلامي ګوند د خپل مشر عبدالحق ترکستاني ويډيو خپره کړې
د ترکستان اسلامي ګوند په اړه وايي چې دا ډله د شوروي خلاف د افغانستان د جهاد په کلونو کې افغانستان ته راغله او د طالبانو د لومړي حکومت له پرځېدو وروسته وزیرستان ته ولېږدېده.

نوموړی وايي: "د طالبانو د لومړي رژیم له نسکورېد و وروسته دوی وزیرستان ته لاړل او هلته یې مشرحسن مقصوم ووژل شو. دوی په چین کې له مسلمانانو سره د ظلم په مقابل کې راپورته شوي، البته شمېر یې ډېر کم دی او په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې دېره وو."

د سياسي چارو شنونکی سميع يوسفزی
د سياسي چارو شنونکی سميع يوسفزی

دې ډلې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان او پاکستان دواړو کې عملیات کول. سمیع یوسفزی وايي، وروسته له دې چې د پاکستان پوځ په وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد عملیات وکړل، د ترکستان اسلامي ګوند خپل اکثره جنګي کسان افغانستان ته بیول.

خو یو شمېر غړي یې، چې عادي کسان دي، لا هم په پاکستان کې د افغانانو په نوم ژوند کوي.

په وروستیو کلونو کې دې ډلې له افغانستانه ګڼ شمېر تبلیغاتي ویډیوګانې خپرې کړي.

په دغو ويډیوګانو کې ماشومان هم لیدل کېږي چې له طالبانو سره یو ځای په کمپونو کې پوځي روزنه ورکول کېږي.

د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه تر وتلو مخکې په دې هېواد کې د ترکستان اسلامي ګوند پر شبکې څو بریدونه وکړل.

په یوه حمله کې، چې د ۲۰۱۸ په لومړیو کې وشوه، د بدخشان ولایت په یوه لېرې سیمه کې هغه کمپ په نخښه شو چې طالبانو د تاجکستان پولې ته څېرمه جوړ کړی و.

له دغه کمپ څخه د ترکستان اسلامي ګوند او نورو تروریستي ډلو کار اخیست.

XS
SM
MD
LG