د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

افغانستان کې د نا امنۍ دوام؛ څلورو ولايتونو کې د چاودنو له امله ۳ تنه وژل شوي


ارشيف
ارشيف

که څه هم طالبان ادعا لري، چې په ټول افغانستان کې یې بشپړ امنیت راويستی، خو یوازې پرون په څلور چاودنو او بریدونو کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

کونړ، کندز، بدخشان او بلخ هغه ولایتونه دي چې پرون په کې چاودنې او د وسله‌‌والو بریدونو شوي دي.

پرون ورځ په کونړ او بدخشان کې د طالبانو پر رنجر موټرو چاودنې وشوې. طالب چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړه چې په کونړ کې یې پر رنجر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه کې یو وسله‌وال وژل شوی او شپږ نور ټپيان شوي.

په بدخشان کې هم په ورته پېښه کې یو طالب وسله‌وال ټپي شوی.

د کندز په درېیمه ناحیه کې بیا پر ملکي کسانو چاودنه وشوه چې په کې څلور تنه ټپیان شول.

تر خوا یې په مزار شریف کې د مولانا جلال الدین بلخي نړیوال هوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر په یوه وسله‌وال برید کې د دې هوايي ډګر دوه کارکوونکي ووژل شول او ۶ تنه نور ټپيان شول.

په ورته وخت کې د ملي مقاومت جبهې چې د طالبانو د واکمنۍ پر ضد یې ټوپک پورته کړی ادعا کړې چې د پرون یې د پنجشېر په حصارک کې د طالبانو پر یوې پوستې عملیات کړي او لږ تر لږه ۱۳ طالب وسله‌وال یې وژلي دي.

خو طالبان بیا دا ادعا ردوي او یو ځل بیا دعوه کوي چې په افغانستان کې یې پر ضد هیڅ فزیکي وسله‌‌‌وال مقاومت نه‌شته.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وويل:

"هیڅوک نه‌شي کولای چې زموږ پر وړاندې بغاوت وکړي یا هم مزاحمت جوړ کړي.

موږ په ټول هېواد کې د هغو فتنه‌ګرو پر وړاندې چې په افغانستان کې د نا امنۍ لور ته خلک هڅوي او یا هم د خلکو امنیت ګواښي، پر ضد یې زموږ ګامونه ډېر جدي او قاطع دي."

خو له دې ادعا سره، سره د شنبې په ورځ طالبانو تایید کړه چې د استخباراتو ځانګړو ځواکونو یې د تخار مرکز تالقانو اړوند ۴مه حوزه کې د داعش د تمویل، تجهیز او روزنې په مرکز عملیات کړي او په کې یې د دوی د یوه قوماندان یونس ازبیکستاني په ګډون ۸ تنه وژلي دي.

‏تر خوا یې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن سهار په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، پرون ناوخته یې ځانګړو ځواکونو د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات کړي.

ښاغلي مجاهد په دې عملیاتو کې هم د یوسف په نوم د داعش د یوه قوماندان په ګډون د یوه تن وژل تایید کړل او ترڅنګ یې د محمداغا په نوم د یو بل وسله‌وال د نیولو دعوه وکړه.

پنجشېر هغه ولايتونه دی چې د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت په نوم ډله پکې فعاليت کوي.
پنجشېر هغه ولايتونه دی چې د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت په نوم ډله پکې فعاليت کوي.

خو د امنیتي مسایلو پوه بشیر صافی بیا وايي، له وضعیت ښکاري چې د داعش ډلې د مهار پر وړاندې د طالبانو هڅې ناکامه دي.

نوموړی وايي: "فکر نه‌کړم چې طالبان په یوازې ځان د سیاسي ارادې د نشتوالي او تر خوا یې د حقاني شبکې او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو له امله او د تاکتیکي او استخباراتي معلوماتو او وسایلو په نشتون کې ، د داعش ګواښ کم یا هم له‌منځه یوسي."

ښاغلی صافی زیاتوي، طالبان داعش ته د یوې وړې ډلې په نظر ګوري چې دا فکر یې نا سم او د نا امنۍ د مخنیوي پر وړاندې لوی خنډ دی.

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا او ځینو هېوادونو په افغانستان کې د داعش او القاعده د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې او دغه راز یې د نا امنۍ د دوام په اړه خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG