د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

د خونړیو پېښو دوام؛ تېرو پنځو ورځو کې لږترلږه ۱۹ افغان ماشومان وژل شوي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف د راپورونو په اساس، له ۲۰۰۵ کال راهیسې په افغانستان کې له ۲۸ نیم زرو زیات ماشومان د جنګ جګړو او بریدونو قرباني شوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف د راپورونو په اساس، له ۲۰۰۵ کال راهیسې په افغانستان کې له ۲۸ نیم زرو زیات ماشومان د جنګ جګړو او بریدونو قرباني شوي.

د رسمي شمېرو له مخې په تېرو پنځو ورځو کې په افغانستان کې لږترلږه ۱۹ ماشومان وژل شوي دي.

تېر پنځه ورځې بیا د افغان ماشومانو لپاره له خونړیو پېښو ډکې وې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف په خبره لږترلږه ۱۹ تنه افغان ماشومان په کې وژل شوي.

پرون شنبه د مې ۲۸مه د کندز ښار په باغ میر سیمه کې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د کندز د پوليسو وياند عبيدالله عابدي د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ته ویلي، چې دغو ماشومانو ته د هاوان له یوې ناچاودې مرمۍ سره د لوبې پر مهال مرګژوبله اوښتې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، په کابل او مزارشریف کې د چهارشنبې د ورځې په بریدونو کې هم ۱۶ ماشومان وژل شوي دي.

دغو بریدونو د درېیو منی بسونو مسافر او په یوه جومات کې لمونځ کوونکي په نښه کړل.

په افغانستان کې ناچاوده مرمیو له امله ډېر کله افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.
په افغانستان کې ناچاوده مرمیو له امله ډېر کله افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د مزار د پېښې یو شاهد عبدالله رویټرز ته ویلي، چاودنه دومره سخته وه چې څو ماشومانو اور اخیستی وو.

هغه وویل: "دغه ځای کې چاودنه وشوه. اخوا کې دوه درې جسدونه پراته وو. یواځې ډریور لږ ښه وو. ښځې او ماشومان سوځېدلي وو."

تر دې یوه ورځ وړاندې په اروزګان ولایت کې هم یو بل ماشوم په یوه چاودنه کې وژل شوی و.

په افغانستان کې د یونېسف استازي محمد اګ ایویا په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې د "سخت تاوتریخوالي" د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

په داسې یو هېواد کې چې له څلورو لسیزو څخه په زیاته جګړه کې پرله پسې بریدونو او چاودنو ګڼ افغان ځوانان او ماشومان وژلي دي.

محمد اغا ایویا وویل: "ماشومان باید هیڅکله د لویانو د شخړو قیمت ادا نه کړي، او ماشومان باید تل خوندي شي."

ایووا وویل، تېره میاشت په کابل کې په یوه عالي لېسه او ښوونیز مرکز کې په یو لړ همغږو چاودنو کې لږترلږه نهه ماشومان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

کابل کې چاودنې؛ لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف د راپورونو په اساس، له ۲۰۰۵ کال راهیسې په افغانستان کې له ۲۸ نیم زرو زیات ماشومان د جنګ جګړو او بریدونو قرباني شوي.

XS
SM
MD
LG