د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

سيګار: د ټولو امريکايي ځواکونو ايستل د افغان پوځ د پاشل کېدو اساسي لامل دی


د تېر حکومت ځانګړي امنيتي سرتېري
د تېر حکومت ځانګړي امنيتي سرتېري

سیګار په خپل درې میاشتني راپور کې د پنټاګان د لوړو پوړو چارواکو له قوله لیکلي، د دوی سپارښتنه دا وه چې په افغانستان کې باید لږ تر لږه ۲۵۰۰ امریکايي عسکر پاتې شي، خو دا پلان و نه منل شو.

سیګار لیکلي، په یوځايي ډول د ټولو امریکايي عسکرو ویستل د افغان ځواکونو د پاشل کېدو بنسټیز لامل بللی، خو دا یې هم ویلي چې افغان ځواکونه د ټیټ مورال، داخلي بې‌باورۍ او د متحده‌ایالاتو د هوايي بریدونو د کموالي له امله وپاشل شول.

دا راپور په تېره اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ا و د هغوی د شریکانو له نظامي وتو وروسته، د پنټاګان د جګپوړو چارواکو د ارزونو پر بنسټ جوړ شوی دی.

له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ویستو پرېکړه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې توافق پایله وه چې د متحده‌ایالاتو د مخکني جمهور رییس ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لاس‌لیک او اوسني جمهور رییس جوبایډن عملي کړه.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان سوپکو په خپل راپور کې زیاتوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې هغه ژمنه چې که طالبان له القاعده او داعش سره اړیکې پرې کړي، نو امریکايي عسکر به له افغانستان ووځي، د متحده‌ایالاتو او افغانستان اړیکې بې‌باوره کړې.

د سوپکو له قوله، که څه هم د دې تړون ډېرې مادې لا هم پټې پاتې دي، خو ډېری افغانان فکر کوي چې د امریکا او طالبانو تړون یو ناوړه عمل او د دې نښه وه چې متحده‌ایالات له افغانستانه د وتو پر مهال غواړي دا هېواد یو دښمن ته حواله کوي.

د تېر کال اګست مياشت کې ټول امريکايي ځواکونه له افغانستان ووتل.
د تېر کال اګست مياشت کې ټول امريکايي ځواکونه له افغانستان ووتل.

هغه څه چې سیګار وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مورال یې ډېره بده او سمدستي اغېزه وکړه.

خو امریکايي چارواکو بار بار له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو ملاتړ کړی او دا يې پر ځای پرېکړه بللې ده.

تازه تېره ورځ ناوخته د متحده ایالاتو د دفاعي وزارت ویاند جان کربي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو په اړه د ولسمشر جوبایډن پرېکړه پر ځای وه، ځکه د ده په خبره امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسېدلې وه او نور يې نه شول کولای دا اوږده جګړه لاپسې وغځوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي په راپور کې د افغان پوځ په ملاتړ د امریکايي هوايي بریدونو کموالي او ان پای ته رسېدو ته هم اشاره شوې او زیاتوي، په یوه شپه کې د افغان پوځ په ملاتړ د متحده ایالاتو ۹۸ سلنه بریدونه بند شول.

امريکايي پوځيانو له افغان امنيتي ځواکونو سره په عمليات کې همکاري کوله.
امريکايي پوځيانو له افغان امنيتي ځواکونو سره په عمليات کې همکاري کوله.

راپور کې یادونه شوې چې په ۲۰۱۹ کال کې امریکا په افغانستان کې د افغان پوځ په ملاتړ ۷۴۲۳ هوايي بریدونه کړي، خو په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېر ۱۶۳۱ ته راښکته شوی چې نږدې نیمايي یې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې له طالبانو سره د سولې له هوکړې مخکې شوي دي.

سیګار لیکي، له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې، د امریکا الوتکو نه شوای کولای د طالبانو هغه ډلې په نښه کړي چې له افغان نظامیانو یا یې هم له متحدانو څخه ۵۰۰ مټره لېرې وي.

راپور زیاتوي، دې کار طالبانو ته ګټه ورسوله چې د افغان پوځ نظامي واحدونه په نښه کړي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش په خپل راپور کې لیکي، طالبانو "د پوځي بریا له لارې زیاتره ولسوالۍ او ولایتونه نه دي نیولي"، بلکې افغان پوځیانو ته ځايي حکومتي چارواکو، قومي مشرانو او د افغان امنیتي ځواکونو قوماندانانو د تسلیمۍ په اړه خبر ورکړی دی.

د سیګار د معلوماتو پر بنسټ، امریکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره ۱۴۶ میلیارده ډالر لګولي چې شاو خوا ۹۰ میلیارده ډالر یې د دې هېواد د ۳۰۰ زره کسیز امنیتي ځواک په جوړولو مصرف شوي دي.

د افغانستان په جګړه کې د امریکا ۲۴۴۳ عسکر او د متحدانو یې ۱۲۴۴ عسکر وژل شوي، خو جان سوپکو وړاندې د اټکل له مخې دا هم ویلي چې احتمال شته چې ۶۶ زره افغان نظامیان او ۴۸ زره ملکیان هم دې جګړه کې وژل شوي وي.

XS
SM
MD
LG