د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

امریکا: ۶۵۰ پوځیان به افغانستان کې د ډیپلوماټانو خوندیتوب ته پاتې وي


ارشیف، امریکايي سرتیري
ارشیف، امریکايي سرتیري

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د عمده برخې تر وتلو وروسته به هم، د امریکا ۶۵۰ پوځیان د ډیپلوماتانو د خوندیتوب لپاره په دغه هېواد کې پاتې شي.

چارواکو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته د پنجشنبې په ورځ ویلي، د امریکا دغو سلګونو پوځیان سربېره سلګونه نور امريکايي پوځيان به ښايي د سېپټمبر تر مياشتې مخکې تر هغه وخته چې د کابل نړیوال هوايي ډګر امنیت د ترکیې ځواکونو ته سپارل کېږي په دې هېواد کې پاتې شي.

یاد خبري اژانس ته چارواکو دا خبرې د نوم نه ښوولو په شرط کړي، ځکه دوی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د روان بهیر په اړه د خبرو اجازه نه درلوده.

له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو وتل په مې میاشت کې پیل شوي او ټاکل شوې چې دا بهیر د روان میلادي کال په سېپټمبر میاشت کې بشپړ شي.

وسله والو طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې يې ویلي وو چې باید د دوحې د هوکړې پر بنسټ ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ امریکا ته تللی افغان پلاوی به نن د امریکا له ولسمشر جو بایډن او د امریکا له دفاع وزیر سره وګوري.

افغان ولسمشر غني تېره ورځ واشنګټن ته له رسېدو وروسته د امریکا په سنا مجلس کې د جمهوریت پالو له مشر مېچ مککانل سره وکتل.

د امریکا په سنا مجلس کې د جمهوریت پالومشر مېچ مککانل
د امریکا په سنا مجلس کې د جمهوریت پالومشر مېچ مککانل

له دې لېدنې وروسته ښاغلي مککانل په یو بیان کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ځنډ غوښتنه کړې ده.

مککانل ویلي، طالبان د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره زړور شوي او د کلونو لاسته راوړنې په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه په اوبو لاهو کوي.

نوموړي هیله ښودلې د بایډن اداره په افغانستان کې روان وضعیت او د ترهګرۍ ګواښ ته په کتو د ځواکونو د را ایستلو پروسه وځنډوي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو ګواښ لا هم له منځه نه دی تللی.

دغه امریکایي سناتور په خپل دې بیان کې د القاعده په اړه د امریکا د دفاع د وزیر وروستیو څرګندونو ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې القاعده ډله په قوت سره یو وار بیا د رادبره کېدو لپاره چمتوالی نیسي.

د امریکا دفاع وزیر څو ورځې وړاندې ویلي و چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ښایي د دوه کالو په موده کې القاعده یو وار بیا په دې هېواد کې سر راپورته کړي.

افغان حکومت هم په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د موجدیت خبره کړې او دا یې د نړۍ لپاره ګواښ بللی دی.

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي و چې د طالبانو ډله لا هم له ځینو سیمه ییزو او نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې لري.

ښاغلي اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر لیکه غونډه کې وویل، دوی یانې طالبانو له نړیوال ترورېزم سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.

نوموړي یو وار بیا طالبان القاعده ډلې ته په پناه ورکولو تورن کړل او ويې ویل چې دغې ډلې نورو سیمه ییزو تروریستي ډلو په ځانګړي ډول لشکر طیبه، پاکستاني طالبانو، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبېکستان اسلامي غورځنګ ته هم پناه ورکړې ده.

خو وسله والو طالبانو د القاعده په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG