د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

اتمر: طالبانو امریکا سره کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي ترورېزم سره لاهم اړیکې پالي


ارشیف، په ۲۹م د فبروري ۲۰۲۰ کال کې امریکا له طالبانو سره په قطر کې هوکړه کړې وه چې له نړیوال تروریزم سره به اړیکې نه ساتي.
ارشیف، په ۲۹م د فبروري ۲۰۲۰ کال کې امریکا له طالبانو سره په قطر کې هوکړه کړې وه چې له نړیوال تروریزم سره به اړیکې نه ساتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، وسله والو طالبانو خپلې هغه مهمې ژمنې نه دي پر ځای کړي چې له واشنګټن سره په تړون کې یې کړې وې.

محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ (سې شنبه -د چنګاښ ۱مه) انلاین غونډې ته وویل، د طالبانو ډله لا هم له ځینو سیمه ییزو او نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړه: "دوی له نړیوال ټرورېزم سره خپل ارتباط نه دی پرې کړی. دوی نه یوازې القاعده شبکې ته پناه ورکړې او کوربه توب یې کوي، بلکې نورو سیمه ییزو تروریستي ډلو ته یې هم پناه ورکړې، لکه لشکرطیبه یا (LeT)، د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا 'TTP'، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یا 'ETIM' او د ازبیکستان اسلامي غورځنګ یا 'IMU'."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

وسله والو طالبانو مخکې د القاعده شبکې په ګډون له نورو تروریستي ډلو سره د ارتباط لرلو موضوع رد کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په خپله وینا کې زیاته کړه، طالبانو له واشنګټن سره په خپله موافقه کې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه یې لاسلیک کړه، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه هم کړې وه چې د ده په وینا نه یوازې تاوتریخوالی کم شوی نه دی، بلکې طالبانو د خپلې جګړې شدت دومره زیات کړی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشرې دیبرا لاینز هم په افغانستان کې د جګړې پر شدت اندېښنه وښوده.

نوموړې وویل: "د جګړې په ډګر کې فعالیت د مذاکراتو د مېز پرتله ډېر زیات دی. په دې مهم وخت کې افغانان او په کابل کې بهرني ډیپلوماټان د افغانستان د سیاستوالو ترمنځ د سیاسي یووالي د نشتوالي له کبله اندېښمن دي. په ځينو برخو کې حکومت ځکه پاتې راغلی چې سیاست تر حکومتوالۍ مخکې و. د یووالي نشتوالي ته باید پام وشي که نه خطر شته چې طالبان نورې ځمکې هم لاندې کړي."

د یوناما مشرې دیبرا لاینز هم په افغانستان کې د جګړې پر شدت اندېښنه وښوده.
د یوناما مشرې دیبرا لاینز هم په افغانستان کې د جګړې پر شدت اندېښنه وښوده.

په افغانستان کې د ناامنیو زیاتېدلو، د ولسوالیو لاس په لاس کېدلو او د ملکیانو بې ځایه کېدلو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم اندېښمن کړی دی.

دغه کمېسیون پرون په یوه اعلامیه کې د جګړې د لمن پراخېدل، د ملکیانو د مرګ ژوبلې زیاتېدل او د ملکیتونو زیانمنېدل د سولې د هڅو په زیان وبلل.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکر الله مشکور ازادي راډیو ته وویل: "د جګړې سختېدل او د تاوتریخوالو پراخېدل هره ورځ د ملکي مرګ ژوبلې او د هېواد د بنسټونو د لا نړېدو سبب کېږي. دا چاره د ښارونو د اقتصادي محاصرې په څېر د جنګي تاکتیکونو په کارولو سره د خلکو د ملکیتونو د تخریب او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د لا ډېر بېځایه کېدو سبب شوی دی."

افغانستان کې د بشر حقونو کمېسیون د جګړې د لمن پراخېدل او د ملکیانو د مرګ ژوبلې زیاتېدل د سولې د هڅو په زیان وبلل.
افغانستان کې د بشر حقونو کمېسیون د جګړې د لمن پراخېدل او د ملکیانو د مرګ ژوبلې زیاتېدل د سولې د هڅو په زیان وبلل.

د امنیت شورا پرونۍ غونډې ته د یوناما مشرې وویل چې له مې میاشتې وسله والو طالبانو تر ۵۰ زیاتې ولسوالۍ نیولې دي.

د افغانستان حکومت په تېرو څو ورځو کې د جګړو په نتیجه کې د ځینو ولسوالیو د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.

هره ورځ د ځینو ولسوالیو د لاس په لاس کېدو، یا ورباندې د ولکې ټینګولو لپاره د سختې جګړې او محاصرې خبرونه ورکول کېږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي وو، د جګړو له امله په تېرو شااوخوا ۳ میاشتو کې نږدې ۱۸ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG