د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر افغانستان بحث؛ له '۵۰ زیاتې ولسوالۍ' طالبانو نیولي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د روانې وضعې په اړه بحث وشو.

د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۱» دې بحث کې له لومړنیو ویناوالو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وه چې ویل یې له مې میاشتې راهیسې له ۵۰ زیاتې ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.

طالب وسله‌والو په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په شمال کې د بریدونو یوه نوې لړۍ پیل کړې او د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم‌یې مخه له جنوبه چې اصلي سنګرونه‌یې په‌کې و، شمال ته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل: "د مې میاشتې له پيل راهیسې د افغانستان له ۳۷۰ ولسوالیو څخه تر ۵۰ زیاتې یې سقوط شوې دي. ډېری ولسوالۍ چې نیول شوې دي، د ولایتي مرکزونو شااوخوا پرتې دي. دا په دې معنی چې طالبان غواړي دا مرکزونه وروسته له هغه ونیسي چې بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز

د چارواکو په وینا، په دې وروستیو ورځو کې د شمالي ولایت فاریاب، بلخ او کندز ولایتونو د درېیو ولایتي مرکزونو په شاوخوا کې د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

جنګونو وروسته تر هغه زور واخیست چې متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپلې ۲۰ کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د عسکرو د ایستلو اعلان وکړ او تمه ده دا لړۍ د سپټمبر تر ۱۱مې بشپړه کړي.

سره له دې چې د جنګونو د درېدو لپاره د کال په پیل کې هیلې زیاتې وې، خو د عسکرو د وتلو له بهیر سره هم‌مهاله دا هیلې کمرنګه شوې.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وویل د خبرو تر مېزه د جګړې ډګر ډېر تود دی او زیاتوي، که افغان مشران یووالی ونه‌کړي ښايي د طالبانو پرمختګ لا پسې شرایط کړکېچن کړي.

اغلې لاینز زیاتوي: "د جګړې په ډګر کې فعالیت د مذاکراتو د مېز په پرتله ډېر زیات دی. په دې مهم وخت کې افغانان او په کابل کې بهرني ډیپلوماټان د افغانستان د سیاستوالو ترمنځ د سیاسي یووالي د نشتوالي له کبله اندېښمن دي. په ځينو برخو کې حکومت ځګه پاته راغلی چې سیاست تر حکومتوالۍ مخکې و. د یووالي نشتوالي ته باید پام وشي کنه خطر شته چې طالبان نورې ځمکې هم لاندې کړي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د امنیت شورا څخه وغوښتل ترڅو ټول هغه څه ترسره کړي چې طالبان د خبرو مېز ته راوکاږي.

ارشیف، دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه کې د طالبانو پلاوی
ارشیف، دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه کې د طالبانو پلاوی

طالبانو د افغانستان په شمال کې لږترلږه وروستۍ دوه ورځې د ۱۰ ولسوالیو د سقوط خبره کړې. د مزار تر دروازو یې ځانونه رسولي او اخوا یې شېر خان بندر چې د افغانستان او تاجکستان په پوله کې پروت دی، هم نیولی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د دې ډلې مشرتابه له جنګیالیو غوښتي چې د مزار شریف دروازې ته له رسېدو وروسته بېرته راستانه شي ځکه چې د دوی مشرتابه نه‌غواړي د بهرنیانو تر وتلو مخکې ولایتونه ونیسي.

متحده ایالاتو د مې په لومړۍ نېټه د عسکرو ایستل پیل کړي او ځینې اډې یې افغان حکومت ته سپارلې دي چې وروسته‌یې ځینې سیمې طالبانو ته پرته له جګړې ورکړي.

حکومت مني چې طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولي او امنیتي ځواکونو "تاکتیکي شاتګ" کړی دی.

دفاع وزارت بیا وایي چې د طالبانو د ځپلو لپاره د دوی سخت عملیات روان دي او د لسګونه طالبانو په وژلو سره‌یې له هغوی ځینې سیمې بېرته نېولې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG