د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

ملابرادر: د خبرو له لارې د ستونزې پر حل باور لرو، د دوحې پر هوکړې دې عمل وشي


د طالبانو دویمه درجه مشر ملا عبدالغني برادر
د طالبانو دویمه درجه مشر ملا عبدالغني برادر

د طالبانو دویمه درجه مشر ملا عبدالغني برادر د هغې جګړې په توپیر چې د افغانستان په ډېره برخه کې روانه ده، خورا نرمه لیکنه کړې.

دا لیکنه چې نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) د طالبانو په رسمي وېبپاڼه خپره شوې، برادر په کې لیکلي، د خبرو له لارې د ستونزې په حل باور لري، خو د سولې خبرو بریا یې د دوحې د هوکړې د عملي کېدو ترڅنګ د خپلو پاتې بندیانو د ازادۍ او د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له تورو نوم‌لړونو د خپلو مشرانو د نومونو په ایستلو پورې تړلې بللې.

د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په لیکنه کې د افغانستان په راتلونکي نظام کې د ټولو افغانانو ګډون، برابرۍ او انډول ته هم اشاره شوې او لیکي: "دوی د اسلام دین او د افغاني ټولنې د عنعناتو په رڼا کې د نارینه‌ او ښځینه وګړو ټولو حقونو لکه د بیان ازادي، ښوونه او روزنه، کار او نورو ..... ته ژمن دي."

عبدالغني برادر په راتلونکي نظام کې د لږکیو حقوقو د خوندیتوب ډاډ هم ورکوي، خو له نړیوالې ټولنې غواړي، پرې دې ږدي چې افغانانو د خپل‌منځي خبرو له لارې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلی بردار دا ډاډ هم ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد و نه کارول شي او نه به هم د افغانستان په چارو کې چا ته د لاس‌وهنې حق ورکړل شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د بهرنیو ډیپلوماټیکو بنسټونو، مرستندویه ادارو او کار کوونکو د امنیت غږ هم پورته کړی او له ځوانانو یې هم غوښتي چې خپل وطن کې پاتې شي او خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د افغانستان حکومت بیا وايي، طالبان هغه څه چې وايي، باید په عمل کې یې وښيي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل: "د دوحې تر هوکړې او د امریکا له‌خوا د وتلو له اعلان وروسته، د دې پرځای چې طالبان ناروا جګړه کمه کړي، دوی افغان وژنه زیاته کړې. پر دې معنی، هغه چې ملا برادر یې وايي، دوی پرې عقیده نه‌لري. د افغانستان نوی تصویر له ټولې رنګارنګۍ سره دوی نه‌دی منلی. طالبان په فکري لحاظ دې ته چمتو نه دي چې یو هر ګڼ شموله ټولنه چې په هغې کې جمهوریت وي، د بیان ازادي وي، د ښځو حقوق وي، مطبوعات ازاد وي، فکر نه دي چمتو."

افغان حکومت د پاتې طالب بندیانو ازادي د دې ډلې له‌خوا د جګړې د دوام پر مهال ناشونې بللې.

حکومت له دې وړاندې نږدې پنځه نیم زره طالب بندیان پردې شرط ازاد کړل چې بېرته به جګړې ته نه ستنېږي، خو اوس دا خبره هم کوي چې له ازادو شوېو طالب بندیانو ډېری یې بېرته جګړې ته تللي دي، هغه خبره چې طالبان یې نه مني.

د طالبانو دا مهم مشر داسې مهال د جګړې د پای لپاره هیله‌بښوونکې لیکنه خپروي چې هره ورځ د جګړې له لارې د څو ولسوالیو د نیولو او همدا ډول افغان ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو خبره کوي.

حکومت نږدې پنځه نیم زره طالب بندیان پردې شرط ازاد کړل چې بېرته به جګړې ته نه ستنېږي
حکومت نږدې پنځه نیم زره طالب بندیان پردې شرط ازاد کړل چې بېرته به جګړې ته نه ستنېږي

دې ډلې همدا نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) د بلخ د چهاربولک او د تخار پر یو شمېر ولسوالیو د ولکې ټینګولو خبره وکړه، خو افغان حکومت بیا وايي، د طالبانو لږ پرمختګ د د دوی د بري په معنی نه دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي:"امنیتي ځواکونه د جګړې په ګرمو سنګرونو کې دي، اجازه به ور نه کړي چې په تل‌پاتې ډول یو شمېر ولسوالۍ سقوط وکړي. هغه ولسوالۍ چې طالبان ادعا کوي چې نیولي یې دي، موږ یې د بېرته نیولو پلان لرو او د طالبانو د ځپلو پلان عملي کېږي."

د مې له لومړۍ نېټې وروسته، یعنې هغه مهال چې امریکا او نړیوالې ټولنې د خپلو عسکرو د ایستو اعلان وکړ، طالبانو جګړه چټکه کړې.

دې ډلې اوس‌مهال نږدې دېرش ولسوالۍ نیولي، خو حکومت وايي، ځینو سیمو کې ځواکونو وضعیت ته په کتو تکتیکي شاتګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG