د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

امریکا: د طالبانو بریدونو ته په پام ښايي د ځواکونو د وتلو سرعت کې کموالی شي 


ارشیف، یو شمیر امریکايي سرتیري
ارشیف، یو شمیر امریکايي سرتیري

د امریکا دفاع وزارت وايي چې د طالبانو وروستیو بریدونو او پرمختګونو ته په پام سره ښايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په سرعت کې کموالی راشي.

د پنټاګون ویاند جان کربي پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) ماښام یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو برخه کې د ولسمشر جو بایډن ټاکلی مهلت پرځای دی، خو هغه زیاته یې کړه چې د پوځي ځواکونو د وتلو سرعت، وضعیت ته په پام سره د انعطاف وړ دی.

ښاغلي کربي زیاته کړه: "که د سرتېرو د وتلو د سرعت، څرنګوالي یا کچې په ټاکلې ورځ یا اوونۍ کې بدلون ته اړتیا ولیدل شي، نو موږ غواړو چې په دې برخه کې انعطاف ته ځای پرېږدو."

د پنټاګون ویاند جان کربي
د پنټاګون ویاند جان کربي

د پنټاګون ویاند دا څرګندونې پرون وروسته له هغه وکړې چې د افغانستان په شمال کې نژدې لس ولسوالۍ په دوو ورځو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې.

ښاغلي کربي زیاته کړه چې د افغانستان وضعیت د بدلون په حال کې دی او دا په داسې حال کې ده چې طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی، د ولسوالیو پر مرکزونو حملې کوي او تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی.

د پنټاګون ویاند زیاته کړه چې پوځي چارواکي روان وضعیت په منظم ډول څاري او له افغانستانه د وتلو په برخه کې پرېکړې به روانو جریاناتو ته په پام سره کېږي.

د پنټاګون چارواکو تېره اوونۍ ویلي و چې شااوخوا دوه نیم زره امریکايي سرتېري او شپاړلس زره قراردادیان چې ډېری امریکايي وګړي دي اوس مهال په افغانستان کې دېره دي. د امریکا پوځ په تېره یوه میاشت کې څو مهمې اډې هم افغان ځواکونو ته وسپارلې.

د پنتاګون ویاند زیاته کړه چې امریکايي ځواکونه به له طالبانو سره په جګړه کې د افغان پوځ ملاتړ ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې په افغانستان کې امکانات لري.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG