د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

افغانستان کې د مذهبي جګړې پيلېدا په اړه اندېښنې زیاتې شوي


کندز کې د جومات دننه چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:15 0:00

تېره میاشت کندز کې د جومات دننه چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل شوي وو.

په افغانستان کې په صوفیانو یا ځینو مذهبي روحانیانو وروستیو بریدونو په دې هېواد کې د مذهبي جګړې د پیل په اړه اندېښنې ډېرې کړي.

تېره یوه میاشت کې په کابل او کندز کې د اهل تصوف پیروان دوه ځله په نښه شوي او درنه مرګ‌ژوبله ور اوښتې ده.

د کابل په دارالامان کې پر یوې خانقاه برید کې ټپي شوی صوفي چې لا یې ټپونه جوړ نه‌دي، خو دې ته ډېر اندېښمن دی چې د سکون یوازینی ځای یې هم خوندي پاتې نه‌شو.

د کابل د پرونۍ چاودنې شاهدانو څه لیدلي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00

منصور سکندري د غويي یا ثور په نهمه نېټه د کابل په دارالامان کې د صوفیانو پر یوې خانقاه برید کې داسې مهال چې په ذکر بوخت و، ټپي شو.

هغه د دې زیارت مرید او نعت ویونکی دی.

سکندري وویل: "ډېر اندېښمن یم. هغه پېښه مې یوه ثانیه هم له سترګو نه لېرې کېږي. حالات ډېر خراب دي، هېڅ وخت په هېڅ حکومت کې داسې یو کار نه‌ و شوی. داسې یو کار چې ذکر کوونکي یې په ډېر بې‌رحم ډول شهیدان کړل."

رویټرز خبري اژانس په دې برید کې د مسوولو چارواکو له قوله، د ۶۶ تنو له وژل کېدو او ۷۸نورو له ټپي کېدو خبر ورکړ.

له دې پېښې اوونۍ وړاندې په کندز کې هم یو جومات په نښه شو، چېرته چې صوفیان په ذکر بوخت وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله محاهد تر پېښې ورسته په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي و، چې په برید کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د یادونې ده، چې په کابل اوکندز له بریدونو ورسته د ازادي راډیو د یو راپور پر بنسټ په پروان ولایت کې د هوفیان شریف په نوم یوازینۍ خانقاه هم تړل شوې ده.

خو صوفیان څوک دي او تصوف څه شی دی؟

د صوفیانو لویه برخه سني مسلمانان دي، خو اهل‌تشیع هم لري.

دوی د اهل طریقت یا تصوف پیروان دي او د تاریخي مخینې په اړه یې کره معلومات او دقیقه نېټه نه‌شته.

د صوفي تعریف او تر خوا یې د تصوف بحث د نفس د پاکولو یا د درویشۍ طریقې، مسلک او ترڅنګ یې د هغه علم په توګه پېژندل کېږي چې د زړه تزکیه پرې کېږي.

افغان صوفي او د نقشبندیه طریقت لاروی ډاکټر احمد مدني، تصوف د دین برخه بولي.

هغه وویل: "په دین عمل کولو ته تصوف یا تزکیه وايي. د زړه اذکار، یا هغه ذکر کول چې اړیکه یې زړه سره ده. د ِسر، خفي او اخفا ذکر کول یا د بدن د داخل پنځه‌ګوني لطایف په ذکر راوستل، څو زړه ذکر پیل کړي. هغه مهال چې زړه په ذکر پیل وکړي، بیا که موږ د دنیا په کارونو هم بوخت یو، زړه خپل ذکر کوي."

خو داسې مهال چې صوفیان د اسلام ټولو برخو ته ژمن او ځانونه د همدې لارې لارویان بولي، بیا ولې او څوک یې په نښه کوي؟

د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز څېړونکی حسین احساني وايي، د سلفي جهادي اډیالوژۍ پلویان د دې بریدونو عاملان دي.

احساني زياتوي: "د سلفي جهادي تفکر کې د عقل ازادي، د فکر ازادي، اشتهاد، له سلف صالح څخه نه ملاتړ، دا ټول بدعت او فتنه ګڼل کېږي او د دوی له نظره، د فتنې پر ضد باید قیام وشي. دوی وايي، په بدترین شکل باید د پورته یادو شویو لارو پیروان له‌منځه یوړل شي."

د دیني مسایلو یو بل ډاکټر چې نه غواړي نوم او غږ یې د امنیتي ستونزو له امله په دې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د سلفي جهادي تفکر ډېری پیروان د داعش غړي دي.

دی زیاتوي، له همدې‌ امله دوی ته د نورو لارو پیروان بې‌دینه ښکاري او ځکه دوی صوفیان او اهل‌تشیع هدف ګرځوي.

په کندز او کابل کې دواړه ځایه بریدونه داسې مهال وشول، چې صوفیان په ذکر کولو بوخت و.

د دې دواړو بریدونو مسوولیت د داعش خراسان څانګې ومانه.

د دې تر خوا پر اهل تشیع د ډېرو بریدونو مسوولیت هم د داعش خراسان څانګې منلی.

دا بریدونه په افغانستان کې د یوې مذهبې جګړې د پیل اندېښنه هم له ځان سره لري.

د دیني علومو ډاکټر او سکالر جاوید جاوید وايي، د داعش دا حملې دیني او مذهبي نفاق ته زمینه برابروي، هغه چې د ده په خبره، نتیجه یې یوه خونړۍ جګړه ده.

خو ښاغلی جاوید هغه لارو ته هم اشاره کوي چې څه ډول کېدای شي، د دې ایډیالوژۍ د پیروانو سره مبارزه وشي.

جاويد زياته کړه: "موږ دوه تګلارې لرو. لومړی له سټراټیژیکې لارې او دویم له ایډیالوژیکې لارې. د ایډیالوژۍ له لارې موږ د داعش ضد یو روایت ته اړتیا لرو. تر خوا یې د پروپاګند ضد روایت ته اړتیا ده. دوهم د سټراټیژیک اړخه د سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره اتحاد ته اړتیا لرو. څو وشو کولای چې داعش سره افغانستان کې مبارزه وکړو او اجازه ور نه کړو چې له دې زیات دا ډله په افغانستان کې د خلکو ویني توی کړي."

په افغانستان کې د اهل تصوف مخینه او له صوفیانو سره د طالبانو چلند

د اهل تصوف یو لاروی او مشر پیر سید اسحاق ګیلاني وايي، په افغانستان کې اکثریت صوفیان د نقشبنديه او قادریه طریقت پیروان دي.

ګيلاني وویل: "د قادریه طریقه مې له نيکه سید حسن ګیلاني چې په نقیب صاحب مشهور و او بیا له هغې وروسته یې دوو زامنو زما پلار سیدعلي او کاکا مې سیداحمد دوی مخ‌ته وړې چې اوس دا سلسله زما ورور مخ‌ته وړي. د مجددي په کورنۍ نورالمشایخ، شیخ‌المشایخ او فخرالمشایخ د قادریه لار مخکښان و چې اوس یې مشري امین جان کوي. د جهاد تر وخته حضرت صبغت‌الله مجددي هم د صوفیانو له مشهورو څېرو و."

سید اسحاق ګيلاني
سید اسحاق ګيلاني

ښاغلی ګیلاني وايي، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم صوفیان بې غرضه و او طالبانو هم ورسره کار نه‌درلود.

د ده له قوله، ان ډېر شمېر طالبان هم د اهل تصوف پیروان وو.

خو يو صوفي چې نه غواړي نوم‌ ورته د امنیتي ستونزو له امله خپور شي ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د طالبانو په منځ کې ډېری کسان د اهل تصوف پیروان دي، خو ځینې یې له صوفیانو بد وړي او ان سر سخت مخالفین یې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، تېرو نږدې لس میاشتو کې داعش ډلې په افغانستان کې له هر څه ډېر جوماتونه په نښه کړي.

په دې جوماتونو کې د اهل تشیع او تر خوا یې د سنیانو په ځانګړي ډول بیا د اهل تصوف د پیروانو زیارتونه هدف ګرځېدلي.

خو طالبان له دې ټولو سره سره وايي، داعش ته یې ماته ورکړې او دا ډله یې په افغانستان کې له سر پورته کولو ویستې ده.

XS
SM
MD
LG