د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

امريکا او ايرلینډ پر هرازه وګړيو د بريدونو په اړه اندېښنې ښودلي


مزار شریف کې پر مسجد برید چې لسګونه کسان پکې ووژل شول
مزار شریف کې پر مسجد برید چې لسګونه کسان پکې ووژل شول

امریکا او ایرلنډ په افغانستان کې د هزاره ګانو تدریجي وژنې او د افغان مېرمنو د حقونو په اړه جدي اندېښنه ښودلي.

په افغانستان کې د هزاره ګانو وژل ، د مېرمنو د حقونو تر پښو لاندې کول او له زده کړو د دوی لرېوالی هغه موارد دي چې امریکا او ایرلنډ یې په اړه اندېښنې لري.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په ورستیو څو اونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هزاره ګانو په تدریجي ډول وژل د اندېښنې وړ مسله ده.

هغه لیکلي په افغانستان کې له زده کړو د مېرمنو لرې ساتل او د حقوقو تر پښو لاندې کول ددوی په وړاندې زور زیاتی دی.

نوموړي دغه خبرې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له پخوانې مشرې شهزاد اکبر سره کړې.

له بلې خو بیا په ملګرو ملتونو کې د ایرلنډ هېواد سفیر امبرین ناسون د ملکرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینټ سره په کتنه کې د هزاره ګانو وژنې تر څنګ د افغان مېرمنو د حقوقو په برخه کې خپلې اندېښنې شریکي کړي.

هغه په خپل ټویټر لیکلي چې افغان مېرمنې باید له روان حالته ووځي او نړۍ باید د دوي لاسنوی وکړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د هزاره ګانو جوماتونه او سیمې تر بریدونو لاندې راغلې او زیات شمېر یې ووژل چې د ډېریو مسولیت د داعش خراسان ډلې منلی.

له دې ور ها خوا بیا طالبانو له شپږم ټولکي پورته د ښوونځي دروازې د نجونو پر مخ تړلي او لا هم دغه چاره روانه ده.

XS
SM
MD
LG