د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

کابل کې پر يوې خانقاه بريد؛ امنيت شورا: ترهګري نړيوال امنيت ته ګواښ دی


ارشيف
ارشيف

د ملگرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې پر یوې خانقاه پرونۍ حملې ته په اشارې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ترهګرۍ هر ډول عمل د توجیه وړ نه‌دی.

ياده شورا په افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت او چاودنو وروسته، نړیوالې سولې او امنیت ته اندېښمنه ده.

پرون هم د کابل په دارالامان کې د یوه جومات دننه چاودنه کې لږ تر لږه د ۵۰ تنو د وژل کېدو او ۳۰ نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی.

خو طالب چارواکي بیا دا شمېر کم ښيي او وايي، پرونۍ چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۰ ټپيان دي.

له دې چاودنې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه اعلامیه کې ولیکل، د ټولو دولتونو دنده ده چې د بشري حقونو، کډوالۍ او نړیوالو بشردوستانه قوانینو په پام کې نیولو سره د ترهګرۍ له امله د نړیوالې سولې او امنیت لپاره پېښ شویو ګواښونو سره مبارزه وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې پرونۍ چاودنه وغندله او له ټولو هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې د دې وحشیانه تروریستي اعمالو عاملین، تنظیم کونکي او تمویلونکي ونیسي او عدالت ته یې وسپاري.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ دا چاودنه د نه بښلو وړ عمل بللی.

هغه په خپله ټویټرپاڼه د دې چاودنو د څېړنې او تر خوا یې د مالي ملاتړو او عاملانو عدالت ته د سپارلو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ

د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا بې احساسه تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي او عاملینو سره یې حساب وشي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي.

د دې وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورټر پرون یوه خبري کنفرانس کې وویل، امریکا د ټولو افغانانو له دې ډلې د مذهبي لږکیو ملاتړ ته ژمنه ده، څو وشي کولای چې په ازاده توګه او بې له کومې وېرې او تاوتریخوالي خپل عبادت وکړي.

طالبان د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه وايي، خو پرون یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، ژر به د دې جنایاتو عاملین پیدا او مجازات شي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، روانه روژه په افغانستان کې د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت ده.

په دې میاشت کې په کابل، مزار شریف او کندز کې په جوماتونو او ښوونځیو کې چاودنې شوي او ټوله مرګ‌ژوبله یې ملکيانو ته اوښتې ده، خو تر ټولو ډېر کابل په نښه شوی، چېرته چې طالب نظامیان تر بل هر ځای ډېر او فعال دي.

XS
SM
MD
LG