د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د خونړیو بریدونو دوام؛ داعش په بلخ کې د پرونیو چاودنو مسوولیت ومانه


ارشیف: بلخ کې له چاودنې وروسته د سیمې انځور- June 16, 2014
ارشیف: بلخ کې له چاودنې وروسته د سیمې انځور- June 16, 2014

داعش خراسان څانګې په مزارشریف ښار کې د تېر ماښام دوه غبرګو چاودنو مسوولیت منلی.

یو تن د خپل وژل شوي ورور کیسه کوي.

دا چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وايي، ۴۴ کلن ورور يې د تېرې ورځې په بمې چاودنه چې د مزار شریف ښار اړوند لسمې حوزې سیمه کې وشوه ووژل شو.

هغه وویل: "نعمت الله ۴۴ کلن وه، څلور ماشومان ترې پاتې شول له ورور پرته مې د کورنۍ لپاره یې بل سرپرشت نه شته."

دی وایي، د دې لپاره چې شیعه مذهبي دي او په خبره یې په دې وروستیو ډېری شعیه افغانان زیات په نښه کېږي د خپلې نورې کورنۍ او ځان د امنیت په اړه سخت اندېښمن دی.

پرون پنجشنبه ناوخته مزار شریف ښار کې په مسافر وړونکي ښاري ټونس ډوله موټرو کې د دوه چادونو له امله ۹ تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري ازادي راډیو ته د جمعې په ورځ وویل: "له بده مرغه تېره ورځ ناوخته شاوخوا اوه بجې د بلخ ولایت مزارشریف ښار لسمې او دریمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې دوه چاودنې رامنځته شوې چې زموږ ۹ تنه هېوادوال شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شول."

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل چې ژر به د دغه ډول پېښو عاملین ونیسي.

هغه زیاته کړه: "د دې پېښو د عاملینو تعقیب په جدي ډول روان دی ډېر ژر وهه نیول شي او د قانون منګلو ته به وسپارل شي."

داعش یا اسلامي دولت خراسان څانګې وسله والود دغه چاودونو مسوولیت منلی دی.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې دغه ډلې په خپل ټیلي ګرام چینل کې ویلي چې پرونۍ چاودنې دوی کړي دي.
تېره اوونۍ هم په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

په مزارشریف کې چاودنه؛ د مړو شمیر مخ په ډیریدو دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

له دې وړاندې په پلازمېنه کابل دشت برچي سیمه کې د عبدالرحیم شهید پر ښوونځي په بمې حملو کې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډيری يې شیعه افغانان وو.

کابل کې چاودنې؛ لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښې زیاتي شوي دي چې ولسي وګړي يې سخت اندېښمن کړي دي.

خلک وايي واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته يې فکر کاوه ښايي د سولې تر څنګ ثبات هم راشي خو د دوی په وینا ورځ تربلې امنیتي پېښې زیاتیږي چې د دوی اندېښنې يې هم زیاتې کړيدي.

XS
SM
MD
LG