د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د کابل په يوه جومات کې د چاودنې له امله ۵۰ کسان وژل شوي


د کابل په دارالامان کې د تېرې اوونۍ د چاودنې انځور 22.04.2022
د کابل په دارالامان کې د تېرې اوونۍ د چاودنې انځور 22.04.2022

د کابل په دارالامان سیمه کې د خلیفه صاحب د جومات خطیب وايي، د دې جومات په خانقاه کې په پرونۍ حمله کې له ۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.

سید فضل آقا وايي چې د چاودنې په قربانیانو کې د ده ورېرونه هم شامل دي. د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت په چاودنه کې د ۱۰ کسانو مړینه او د ۳۰ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

ملګروملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان دا برید په کلکه غندلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه ماموریت(یوناما) ویلي دي چې لږ تر لږه دوه غړي یې د چاودنې پرمهال چې په جومات کې وو د کورنیو له غړیو سره په مستقیم ډول اغیزمن شوې دي، خو په دې برخه کې یې نور وضاحت نه دی ورکړی.

تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو له دې مخکې اسلامي دولت ډلې یا داعش د نورو ورته حملو مسوولیت منلی و.

اخوا د طالبانو حکومت د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چاودنه په یوه جومات کې دننه شوې چې له امله یې نږدې څلوېښتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي، ۱۰ کسان وژل شوي او ٣٠ نور ټپیان دي.

ځدراڼ زیاتوي، کشفي او امنیتي منسوبینو د پېښې په اړه جدي څېړنې پیل کړي دي.

دغه پېښه له سختو غبرګونونو سره مخ شوه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره دغه پېښه په کلکو ټکو وغندله او دا يې بشري ضد جنایت، د افغانستان د خلکو د سولې او یووالي د دښمنانو کار وباله.

هغه دغه راز ياده پېښه دسیسه وبلله او د پردو د شومو اهداف د شنډولو لپاره د افغانستان د خلکو پر اګاهانه عمل، ملي اتحاد او اتفاق پر لا زیات تقویت ټینګار وکړ.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG