د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ځینې تصوف او عرفان پوهان د خانقاوو نښه کول مذهبي نفاق ته لمن وهل بولي


ارشیف: د کابل په دارالامان سړک د شوې چاودنې انځور- 22.04.2022
ارشیف: د کابل په دارالامان سړک د شوې چاودنې انځور- 22.04.2022

په کابل ښار کې پر یوې خانقاه تر چاودنې وروسته یو شمېر تصوف او عرفان پوهان د خانقاوو په نښه کول مذهبي نفاق ته لمن وهل بولي.

د خانقاوو هدف ګرځول په افغانستان کې د ترهګرو نوي پلان.

په تېرو دوو اونیو کې دوه خانقاوې یوه د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ او بله پرون جمعه په کابل مې د ترهګریزو حملو هدف وګرځول شوې.

په تازه پېښه کې د کابل ښار شپږمه امنیتي حوزې اړوند سه راهي علاوالدین سیمه کې د خلیفه صاحب په نوم خانقاه کې چاودنه وشوه.

عرفان پوه هیله مند عزنوي پر خانقاوو د چاودنو د هدف د څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دلیل یې دا دی چې یوازې د مسلمانانو او په اسلامي نړۍ کې چې بېلابېل فکرونه شته، بېلابېل مذهبونه، فرقې او ذوق او سلیقې شته، همدارنګه به طریقه کې هم بېلابېلې طریقې شته چې اهل سلوک، غیر اهل سلوک، د حدیث اهل او بېلابېلو نورو کتابونو اهل د دوی ټولو تر منځ تفرقې او ستونزې رامنځته کړي، نو هېڅ کوم بل دلیل نه شته."

خو خانقاوې څه ځانګړتیا لري چې د ترهګرو ډلو پام ورمات شوی؟

په کابل ښار کې چې په تازه پېښه کې کومه خانقاه هدف ګرځول شوې په افغانستان کې د نقشبندیه سلسلې اړوند ده.

شاعر او لیکوال محمد افسر رهبین ازادي راډیو ته وویل: "خانقاوې د اسلامي تصوف د پیروانو او د خلکو د نفسونو د پاکوالي په برخه کې ډېر مهم او ارزښمند رول لري، ښایي تاسو د بایزید یسطامي هغه مشهوره خبره اورېدلې وي چې د خپلې خانقاه د دېوال پر سر یې لیکلي وه هر څوک چې دلته راځي ډوډۍ ورجړئ او د مذهب پوښتنه یې مه کوئ."

خانقاه هغو عبادت ځایونو ته ویل کېږي، چې د طریقت پیر د هغه بنسټ ایښی وي او معمولا په کې د طریقې احکام له یو نسل څخه بل نسل ته انتقالېږي او همدارنګه په ډله ییزه توګه د الله (جلاجلاله) ذکر کول هم په کې کېږي.

دا مهال په افغانستان کې د پیروانو تر منځ یې څلور طریقې شته چې د هېواد په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې ګڼې خانقاوې موجودې دي.

د تېرو یاداښتونو له مخې، د علاوالدینو د خلیفا صاحب خانقاه په ۱۳۰۳ کال کې د نقشبندیه طریقې د خلفاو له ډلې مولانا احمد جان تاسیس کړې او د هغې چارې یې د اولادونو له لوري ترسره کېږي.

په خانقاوو کې یو رسم دا دی، چې په هره روژه میاشت کې د دې میاشتې په وروستیو لسو ورځو کې د ذکر حلقې جوړېږي - هغه څه چې د جمعې په ورځ یې په چاودنه کې اکثرو غړو مرګ ژوبله واوښته.

د دغه جومات خطیب د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ او د ټپیانو شمېر بیا ۳۰ نه زیات یاد کړی، خو د طالبانو رسمي سرچینو د وژلو شویو شمېر لس کسه ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG