د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

واشنګټن ټايمز: افغانستان کې باید پېچلي ګواښونه له پامه ونه غورځول شي


نړیوال ورځپاڼې
نړیوال ورځپاڼې

انټرنشنل بزنس ټایمز (International Business Times):

انټرنشنل بزنس ټایمز انلاین خپرونې په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو له خوا د فشارونو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده.

دغې خپرونې چې د امریکا له متحدو ایالتونو نشرات کوي پرون لیکلي، راپورونه وايي طالبانو په وروستي مورد کې په کابل او نورو ولایتونو کې ښځو ته د موټر چلولو د لایسنس ورکول درولي دي.

د خپرونې په وینا، د طالبانو چارواکو د دې موضوع په اړه رسماً کومه اعلامیه نه ده ورکړې خو محلي رسنیو ویلي چې طالبانو اړوندو ادارو ته د دې بندیز په اړه شفاهي سپارښتنه کړې ده.

انټرنشنل بزنس ټایمز خپرونې په هرات کې د ټرافیکو مدیریت خبرې را اخیستي چې د فرانسې خبري اژانس ته یې ویلي: موږ ته په شفاهي ډول سپارښتنه شوې، چې ښځو ته د لایسنس ورکول ودروو.

د خپرونې په مقاله کې راغلي: کله چې طالبانو په تېره اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، ژمنه یې کړې وه، چې د اسلام په حدودو کې به د ښځو حقونو ته درناوی وکړي، خو په واقعیت کې هرڅه سرچپه روان دي.

د لیکوال په باور، د ښځو پر تګ راتګ محدودیت دومره ټکان ورکوونکی نه برېښي، ځکه طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د ښځو په وړاندې همدغسې چلند درلود.

خپرونه وايي، اوس ښځې له عامو ځایونو په منع کېدو دي، تعلیم نه شي کولی او له اکثرو دولتي وظیفو لیرې کړای شوي دي.

د مقالې په دوام راغلي: ښځې له محرم پرته په الوتکو کې سفر هم نه شي کولی او تر اوسه نجونې له شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه لري.

انلاین خپرونې انټرنشنل بزنس ټایمز دا هم لیکلي، چې دا ډول محدودیتونه یوازې په ښځو پورې منحصر نه دي، بلکې نارینه هم ورڅخه اغېزمن شوي، د ساري په ډول طالبانو له نارینه دولتي کارکوونکو غوښتنه کړې چې ږیرې پرېږدي، کنه له دندو به وشړل شي.

واشنګټن ټایمز (Washington Times):

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې چې د امریکا له متحدو ایالتونو خپرېږي، په خپله تازه ګڼه کې پر دې لیکنه خپره کړې چې د نړۍ پام که څه هم په اوکراین کې د روسیې غیر موجه جګړې ته اوښتی خو د نړۍ په نورو برخو له دې جملې افغانستان کې باید پېچلي ګواښونه له پامه ونه غورځول شي.
د لیکوال په باور، باید افغانستان له یاد ونه وباسو چې په تېر دوبي کې امریکا ورڅخه په ګډوډ حالت کې ووتله او دغه هېواد یې په یوه مات شوي تروریستي دولت بدل کړ.

د واشنګټن ټایمز د مقالې په دوام راغلي: دا تحولات داسې مهال راغلل، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري لا هم ازاد ګرځي او په افغانستان کې دننه د اسلامي دولت ډلې یا داعش خپل حضور پراخ کړی دی.

د لیکوال په باور: پر دې سربېره د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان لا هم د نړۍ په سطحه د تریاکو د تولید عمده مرکز ګڼل کېږي. که څه هم طالبانو د نشه یي موادو پر کر، تولید او کار و بار بندیز لګولی، خو دا اعلان په وروستیو کې شوی دی.

په لیکنه کې دغه راز راغلي: افغانستان نن سبا د خوړو، اوبو او برېښنا له سخت کموالي سره مخامخ دی، تعلیمي سیسټم او د روغتیايي څارنې میکانیزم یې هم له ماتې سره مخامخ دی.

د واشنګټن ټایمز په لیکنه: طالبان القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو ته په خپل قلمرو کې د ځای ورکولو اوږده سابقه لري.

د طالبانو ویندویانو په وار- وار ویلي چې دوی نه پرېږدي د افغانستان خاوره د بل هېواد پر خلاف وکارول شي او دوی هېڅ ډول تروریستي ډلې ته پناه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG