د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

پر افغان شیعه ګانو د شویو بریدونو په اړه د څېړنو غوښتنه وشوه


کابل کې چاودنې؛ لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز د بریډ ویډیو چې په کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو خاص راپورتر نیوکه کړې، چې د طالبانو په واکمني کې پر شیعه ګانو او هزاره ګانو د شویو بریدونو په تړاو مناسب ځواب نه دی ویل شوی.

د کابل لویدیځ د ګڼو خونړیو بریدونو شاهد دی خو د سیدالشهدا پر ښوونځي برید ځکه ډېر پراخ غبرګونونه وپارول چې قربانیان یې اکثر د ښوونځي وړې نجونې زده کوونکې وې.

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو خاص راپورتر ریچارډ بنېټ پرون د دې غمیزې د لومړي تلین په پوره کېدو باندې یو لړ ټوېټونه کړي چې په کې یې پر شیعه او هزاره اقلیت د بریدونو په دوام ژوره خواشیني ښودلې.

ریچارډ بنېټ ویلي، د سیدالشهدا د ښوونځي د بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي کوي خو هغوی چې ژوند یې له لاسه ورکړی باید په یاد وساتل شي او د عدالت غوښتنه ورته وشي.

د ۲۰۲۱ کال د مې په اتمه د ښوونځي مخته لومړی موټر بم برید وشو او تر هغه وروسته دوه پرلپسې بمي چاودنې وشوې.

په پېښه کې پنځه اتیا کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ نور ټپيان شول.

ښاغلي بنېټ نیوکه کړې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر شیعه او هزاره ګانو باندې لا هم بریدونه چې اکثر یې مسوولیت داعش مني دوام لري او په دې تړاو مناسب ځواب نه ورکول کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص راپورتر ټينګار کړی، چې د پېښو په تړاو باید خپلواکه پلټنې وشي، عاملین یې عدالت ته کش او ورسره حساب وشي.

بنېټ ویلي: "د نړیوالو معیارنو په رڼا کې د حساب ورکولو له لارې کولی شو د قربانیانو ژوند ته درناوی او د داسې ظلمونو د بیا تکرار په مخنیوي کې مرسته وکړو. "

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د ډېرو وروستیو خونړیو بریدونو عاملین نیول شوي او دوی د امنیت د ټينګښت لپاره خپلې پوره هڅې کوي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه وايي: "د داعش د مفکورې په اساس چې هغوی شیعه هېوادوالو ته ډېر متوجه وي د هغوی په ملکي ځایونو یا د عبادت یا تعلیم په ځایونو یې حملې په اسانۍ ترسره کړې وجه یې دا وه چې دوی داسې ځایونه په نښه کړي چې هغه بالکل عامه ځایونه دي او له مخکې ورته امنیتي تدبیر وجود نه درلود. مګر بیا هم د اکثرو دغو پېښو عاملین نیول شوي او په نورو پسې هم لټه روانه ده. انشاالله چې داعشي پدیده به ځپل کېږي او اجازه به نه ورکول کېږي چې هیچاته هم زیان واړوي. "

له اختر مخکې څو اوونۍ په کابل، بلخ، کندز او نورو سیمو کې جوماتونه، تکیه خانې او خانقاوې په نښه شوې چې په کې سلګونه کسان مړه او ټپيان شول.

د کابل د پرونۍ چاودنې شاهدانو څه لیدلي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00

د اکثرو دغو بریدونو مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی دی.

د طالبانو له دې ادعا سره سره چې وايي، د امنیت د ټینګښت هڅې کوي او داعش د دوی پر وړاندې کمزوری دی د بشري حقونو مدافع ډلې انتقاد کوي چې د افغانانو ژوند لا هم په جدي خطر کې دی.

XS
SM
MD
LG