د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

په افغانستان کې د داعشیانو د هدفي حملو په اړه د شیعه‌ګانو اندېښنې!


د افغانستان شیعه هزاره‌ګان په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د داعش په نامه د ډلې له مکررو حملو او هدفي بریدونو په اندېښمنه کې دي.

یوازې په پایتخت کابل کې پر جوماتونو، تکیه‌خانو او غونډو د داعش په ځانوژونکو بریدونو کې سلګونه هزاره وګړي وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په مختلفو برخو کې د طالبانو او داعش ډلې فعالیتونه زیات شوي، د ملي یووالي حکومت هڅه کوي چې پر شیعه‌ګانو او هزاره وګړو د بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو تورونه ځواب کړي.

زیات شمېر هزاره‌ګان د فرقه‌يي شخړو د راپورته کولو له هڅو اندېښمن دي.

د کابل د دشت برچي سیمه چې د پلازمېنې د هزاره وګړو د اوسېدو اصلي ځای دی، د روانې سپټمبر میاشتې په پنځمه د دوو خونړیو چاودنو شاهده وه چې داعش‌يې مسؤلیت پر غاړه واخيست.

تر لومړي برید وروسته دوهمې ځانوژونکې چاودنې د طلوع ټلوېزیون د دوو خبریالانو په ګډون، ۲۶ کسان ووژل او ۹۰ نور يې ژوبل کړل.

په ولسي جرګه کې د هزاره‌ګانو استازي عارف رحماني ازادي راډیو ته وویل، که حکومت ونه‌شي کولای چې د هزاره‌ګانو د امنیت لپاره پرېکنده ګامونه واخلي، نو دوی به په خپله اقدام وکړي.

دی وایي:

"که په رښتیا ناهیلي شو او پوه شو چې حکومت په دې وژنو کې لاس لري، نو طبیعي ده چې لاس په لاس نه‌کېنو او هڅه کوو چې له خپلو خلکو دفاع وکړو او د هزاره‌ګانو د دې نسل وژنې پر وړاندې ګامونه واخلو، موږ له نړیوالې ټولنې سره په تماس کې یوو او له حکومت سره هم خبرې کوو."

د ولسي جرګې بل وکیل او د جنبش روشنايي غړی احمد بهزاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې حکومت په سیستماتیک تبعیض تورن کړ او ویې‌ویل چې حکومت لېوالتیا نه‌لري چې پر هزاره‌ګانو د ترورېستي بریدونو مخه ونیسي.

نوموړي وویل:

"له یوه لوري ترورېستي ډلې پر هزاره‌ګانو خونړي بریدونه کوي او له بلې خوا حکومت هزاره‌ګان له دولت څخه لیرې کوي او هڅه کوي چې هزاره مېشتې سیمې په اقتصادي او پراختیايي پالېسیو کې رانه‌شي."

نوموړي وویل، نړیواله ټولنه مسؤلیت لري چې افغان دولت اړ کړي چې د خپلو خلکو امنیت وساتي، خلک باید دې ته اړ نه‌شي چې وسله پورته کړي، کنه دا کار به ستونزه پیدا کړي.

په افغانستان کې د خونړیو پېښو سره سره لا هم په دې هېواد کې فرقه‌يي شخړې نه‌دي پیدا شوي.

که څه هم داعش چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې يې د خراسان ولایت په نوم خپل فعالیت اعلان کړ، په ختیځ کې په ننګرهار او په شمال کې په جوزجان ولایت کې پر سنیانو هم بریدونه کوي، خو کارپوهان په دې باور دي چې پر هزاره‌ګانو هدفي بریدونه ظاهراً په افغانستان کې د مذهبي شخړو د پورته کولو لپاره کېږي.

ورته امنیتي پېښو په ګاونډي پاکستان کې بې‌ثباتي او په عراق کې هم ویجاړي پېښه کړې ده.

بل لور ته افغان حکومت وايي، په هېواد کې د فرقه‌يي شخړو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

د کابل په دشت برچي کې تر خونړیو بریدونو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د دې سیمې له استازو، دیني عالمانو او ځوانانو سره ولیدل.

ولسمشر په دې کتنه کې وویل چې د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره دا ښار په څلورو امنیتي زونونو وېشل کېږي.

نجیب دانش
نجیب دانش

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، د دې امنیتي پلان هدف په ټوله کې د کابل او په ځانګړي ډول د دې ښار د لوېدیځ د امنیتي وضعیت ښه کول دي.

دی وایي:

"موږ په دشت برچي کې یوه مؤقته امنیتي قرارګاه جوړه کړې ده چې په تدریجي ډول به دایمي شي، په دې سیمه کې د امنیت د ښه‌والي لپاره بېلابېل ارګانونه له یو بل سره همکاري کوي."

خو د هزاره ټولنې د استازي او د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون د مرستیال علي اکبر قاسمي په ګډون، یو شمېر کسان په دې باور دي چې دا تدابیر نه‌شي کولای چې د ورته بریدونو مخه ونیسي.

قاسمي ازادي راډیو ته وویل، له هرې امنیتي پېښې وروسته ولسمشر غني هڅه کوي چې په غمرازۍ ښودلو سره د خلکو غوصه ارامه کړي.

قاسمي زیاته کړه:

"د کومو پرېکړو په اړه چې په رسنیو کې راغلي، پرته له دې چې خلکو ته فریب ورکړي، د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي، پرته له دې چې نړیواله ټولنه د څه وخت لپاره مصروفه وساتي، بل څه لاسته راوړنه به ونه‌وینو."

په لندن کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه ولي اریا ازادي راډیو ته وویل، د دا ډول پېښو دوام به د حکومت مشروعیت کم کړي.

نوموړي وویل، د دې بریدونو د مخنیوي یوازنۍ لار هغوی ته لومړیتوب ورکول دي، هغه شان لکه چې نورو مسئلو ته اولویت ورکړل شوی دی، شیعه‌ګان او هزاره‌ګان هم باید مخکې له مخکې تدابیر ولري.

د سیاسي او پوځي چارو بل کارپوه جاوید کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، د منځني ختیځ حالات هم په افغانستان کې پر شیعه‌ګانو په بریدونو پورې تړاو لري.

نوموړي وویل:

"هماغه شان چې داعش په عراق او سوریه کې پر شیعه‌ګانو بریدونه وکړل، د داعش پلویان ورته بریدونه په افغانستان کې پر شیعه‌ګانو کوي، د سعودي عربستان او ایران ترمنځ سیمه‌ییزې سیالۍ، د سوريې جګړه او د نورو خواو ملاتړ کېدای شي چې په دې بریدونو کې رول ولري."

د جاوید کوهستاني په خبره، دا ډول بریدونه کولای شي چې د افغانستان د خلکو ترمنځ یووالی زیانمن کړي.

راپورونه وايي چې د ایران سپاه پاسداران په دې هېواد کې مېشت د شیعه‌ګانو په ګډون زرګونه افغانان د بشارالاسد له حکومت څخه د ملاتړ لپاره د سوريې جګړې ته استولي دي.

په راپورونو کې راغلي دي چې د فاطمیون ډلې په چوکاټ کې شااوخوا لس زره افغانان د سوريې جګړې ته استول شوي دي.

جاوید کوهستاني
جاوید کوهستاني

​د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق تېر کال په ایران کې په یوې غونډه کې په خبرو کې له هغو افغان، پاکستاني او ایراني وسله‌والو مننه کړې وه چې په سوریه کې د داعش پر ضد جنګېږي.

له امنیتي ستونزو سره سره یو شمېر لکه ولسمشر اشرف غني په دې باور دي چې دا بریدونه به په افغانستان کې مذهبي او فرقه‌يي شخړې پورته نه‌کړي.

د سپټمبر د پنځمې له بریدونو وروسته ولسمشر غني په یوه علمي سمینار کې وویل، د افغانستان دښمنان به ونه‌توانېږي چې افغانان ووېشي.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

​دی وایي:

"افغانستان په سیمه کې د زغم، صبر او ګډ مذهبي ژوند له نظره یوه الګو ده، د یووالي دښمنان به هېڅکله خپل شوم هدف ته چې د تفرقې پیدا کول دي، ونه‌رسېږي، زموږ خلک به تر مخکې زیات خپل یووالی، ګډ مذهبي ژوند او زغم زیات کړي، زموږ خلک له مذهبي توپیرونو سره سره په خپلو کې په سوله کې دي، زموږ دښمنان به هېڅکله زموږ د پرمختګ او پراختیا مخه ونه‌شي نیولی."

خو په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی عارف رحماني پر شیعه‌ګانو په بریدونو کې د حقاني شبکې د لاس لرلو په اړه محتاطانه نظر څرګندوي.

دی زیاتوي:

"د افغانستان دولت او خلک باید هوښیار واوسي چې د حقاني شبکې په لومه کې بند نه‌شي، خو موږ نشو کولای چې ډاډ ولرو چې افغانستان به په مذهبي جګړه کې ښکېل نه‌شي."

XS
SM
MD
LG