تر څو ورځې پخوا د افغانستان مرکزي په ځانګړي ډول، هزاره مېشتې سیمې د افغانستان تر ټولو امن سیمې وې.
طالبانو په وروستیو کې د غزني پر جاغوري او مالستان ولسوالیو حملې وکړې.
پر جاغوري او مالستان د طالبانو په حملو کې لسګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور اړ شوي چې نورو سیمو ته پناه یوسي.
پر دې ولسوالیو د طالبانو حملو دا پوښتنه هم پیدا کړه چې ولې دې ډلې په تېرو ۱۷ کلونو کې پر هزاره مېشتو سیمو حملې نه کولې؟
په دې راپور کې د دې پوښتنې د ځواب موندلو هڅه کوو.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو یو استازی عارف رحماني وايي، طالبان غواړي چې د هزاره مېشتو سیمو په نیولو سره د افغانستان شمال ته کوريدور جوړ کړي.
دی زیاتوي:
"وروسته له دې چې طالبانو د غزني پښتون مېشتې سیمې چې د دوی زېږنځای دی، ونیولې او پر کلیوالي سیمو یې خپل کنټرول تثبیت کړ او د ډېرو ولسوالیو مرکزونه یې ونیول، اوس دوی غواړي چې د افغانستان د مرکزي برخو د نیولو له لارې، یعني د هزاره مېشتو سیمو لکه غزني، دایکنډي، بامیان او سمنګان له نیولو وروسته، ځان د افغانستان شمال او شمال لوېدیځ ته نېږدې کړي، د دوی ستراتیژیک هدف دا دی چې د شمال خوا ته یو کوريدور پرانیزي."
ښاغلی رحماني همداراز وايي چې طالبان غواړي چې د ډېرو سیمو په نیولو ناټو، امریکا او خپلو ملاتړ کوونکو هېوادونو ته وښيي چې دوی د افغانستان په راتلونکې کې ټاکوونکی رول لري.
د چارو کتونکی نظر محمد مطمين چې طالب پلوه ګڼل کېږي او په خپلو څرګندونو کې د طالبانو لیدتوکې بیانوي، وايي چې د طالبانو او هزاره ګانو ترمنځ جوړجاوړی موجود و چې پر اساس یې دواړو خواوو له یو بل سره کار نه درلود.
مطمین وایي:
"ځیني راپورونه داسې دي چې د طالبانو او هزاره ولس ترمنځ داسې یو تړون و چې په هزاره مېشتو سیمو کې به طالبانو ته ضرر نه رسېږي او هغه هزاره وسله وال چې د هزاره ګانو په سیمو کې دي، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو به تګ راتګ نه کوي، په دې وروستیو کې حکیم شجاعي چې په دې مشهور دی چې د پښتنو په سیمو کې یې قتلونه کړي دي، له دغو اوامرو یې سرغړونه کړې وه او هغه سیمې چې د هزاره وسله والو د ورتګ بندیزونه پرې لګېدلي وو، هلته یې تګ راتګ کړی و، همدا لامل شو چې لومړۍ جګړه د حکیم شجاعي پرضد شروع شوه او وروسته بیا دغه لړۍ تر مالستان او جاغوري ورسېده."
دې ته ورته خبره د غزني اوسېدونکی محمد امین کوي. محمد امین وايي چې د باشي په نوم د جاغوري ولسوالۍ یو قوماندان چې په وروستیو کې طالبانو د هغه کور ته اور ورته کړ، د طالبانو او هزاره ګانو ارتباطي و.
"دا ښکاره خبره ده چې په دې تېرو ۱۷ او ایا ۱۸ کلونو کې د هزاره ګانو او طالبانو ترمنځ یو خاص تړون و او شته حتی دا هغه وخت هم و، کله چې په غزني ښار باندې حمله کېده، تر هغې یوه یوه نیمه میاشت مخکې طالبانو هزاره ګانو ته اخطار ورکړ چې مونږ په جاغوري حمله کوو او یا راشئ تاسې د طالبانو دغه مسؤلین درسره بوځئ چې هغه مونږ د جاغوري، مالستان او ناور لپاره ټاکلي دي بیا وروسته په ګیلان کې دوی غونډې وکړې بیا د هغې سیمې د خلکو په خبره چې دوی شااوخوا دوه سوه لکه افغانۍ ورکړې طالبانو ته چې تاسې جنګ مه کوئ، تاسې که په غزني جنګ وکړئ نو هلته زمونږ د قوم یا منطقې خلک دي هغوی به تاسې سره په مقاومت کې ځان نه واقع کوي، به دغه تېرو ۱۷ یا ۱۸ کلونو کې طالبانو او هزاره ګانو هېڅ کار نه دی سره لرلی، دا خبره واقعیت ده چې په یوه کلي کې مثلاً په قره باغ کې د پښتنو او هزاره ګانو کلي سره څنګ په څنګ دي همداسې په خواجه عمري او جغتو کې دي، د پښتنو په کلیو کې د هلکانو مکتبونه لا بند وو چې اوس هم لا بند دي، خو د هزاره ګانو په کلیو کې د نجونو مکتبونه خلاص دي هلته انکشافي پروژو ته اجازه ورکول کېږي، هلته د نجونو د تعلیم مخه نه نیول کېږي، او دولتي مامورین یې هغه که په ملکي برخه کې وي که نظامي، ازادانه خپلو کورونو ته تګ راتګ کوي."
خو عارف رحماني دا خبره ردوي او وايي چې طالبانو د غزني د قره باغ او د ځینو نورو سیمو هزاه اوسېدونکي وژلي او ځورولي یې دي.
ده وویل:
"زه د غزني د خلکو د استازي په توګه دا خبره کاملاً ردوم، د طالبانو او د هزاره ګانو ترمنځ هېڅ لیکلی یا نا لیکلی توافق نه و، خو دا سمه ده چې د خاک افغان او جاغوري او یا ګیلان او جاغوري په شان ولسوالۍ د دې لپاره چې له یو بل سره پوله لري، تقریباً پولوان شریکي یې درلوده، د دوی د خلکو ترمنځ کومه ستونزه نشته، خو اوس چې کوم طالبان راغلي، دا طالبان د افغانستان د مختلفو سیمو دي، حتی د بېلابېلو قومونو دي، یو زیات شمېر یې د نورو ملیتونو یا هېوادونو اتباع دي او افغانان نه دي، نو پر دې اساس فکر نه کوم چې دا تحلیل دې سم وي."
خو نظر محمد مطمین چې باور لري چې د طالبانو او هزاره ګانو ترمنځ پټه موافقه وه، وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ موافقه وروسته له دې ماته شوه چې یوه سیمه ییز قوماندان حکیم شجاعي په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې باندې حمله وکړه.
"د افغان حکومت په لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې له طالبانو سره په ځينو ساحو کې یو ډول پټ سیمه ییز تړونونه شوي دي چې هزاره په دوی کې تر ټولو مخکې وو او دغه تړونونه هغه وخت لا قوي شول چې کله په زابل کې هزاره کسان ونیول شول او بیا طالبانو هغوی خوشې کړل، داسې ویل کېږي چې په ځینو حتی نظامي مواردو کې له طالبانو سره هزاره وسله والو مرستې کړي دي او اوس هزاره وسله وال له هغه تړونه په شا شوي دي، نو بریدونه ورباندې وشول."
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وايي چې د جاغوري او مالستان د جګړو له کبله نېږدې زر کورنۍ بېځایه شوي او اکثره غزني ښار او بامیان ته تللي دي.
پر مالستان او جاغوري د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره د افغانستان لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي غزني ته لاړ چې د جګړې قومانده په خپل لاس کې واخلي.
راپورونه وايي چې د سیمې له جغرافیې سره د نه بلدتیا له کبله، د افغانستان د ملي اردو شااوخوا ۳۰ کومانډو ځواکونه په دې جګړو کې وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې مرکزي حکومت وروسته له دې د دوی ولسوالیو ته پام وا ړاوه چې په کابل کې سلګونو کسانو مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې جاغوري او مالستان وژغوري.