د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

کابل کې پر کاسټر موټر چاودنه؛ داعش وسله والو يې مسؤليت ومانه


په کابل کې پر دولتي مامورینو له چاودنې وروسته د کاستر موټر پاتې شونې. 3 June 2019
په کابل کې پر دولتي مامورینو له چاودنې وروسته د کاستر موټر پاتې شونې. 3 June 2019

پرون د کابل ښار د دريمې حوزې اړوند په ده بوري سيمه کې پر کاسټر موټر چاودنه شوې، چې مسؤليت يې داعش وسله والې ډلې ومانه.

د طالبانو حکومت د کابل امنیې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ ازادۍ راډیو ته وویل، د ښاري سپرلۍ پر کاسټر موټر د چسپکي ماين په چاودنه کې يوه ښځه وژل شوې او درې نور ټپيان دي.

ښاغلي ځدران وويل:د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې د سورلۍ پر یوه کاسټر-ډوله موټر د چسپکي ماین چاودنه کړې چې له امله یې یوه هېوادواله شهیده شوې او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

په وروستیو کې په کابل او نورو ولایتونو کې دا ډول بریدونه زیات شوي دي.

پرون هم د کابل په دارالامان کې د یوه جومات دننه چاودنه کې لږ تر لږه د ۵۰ تنو د وژل کېدو او ۳۰ نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.

XS
SM
MD
LG