د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

د خلکو تر اندېښنو وروسته؛ طالبان: د اختر په ورځو کې مو امنيتي تدابير ډېر کړي


د طالبانو يوه ډله چې د اختر په مناسبت د امنيت لپاره ګمارل شوي
د طالبانو يوه ډله چې د اختر په مناسبت د امنيت لپاره ګمارل شوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پېغام کې ویلي چې د دوی ځواکونه اجازه نه ورکوي امنیتي وضعیت ګډوډ شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي خلکو ته په اختر کې پوره امنیت نیول شوی او د ناامنیو مخه تر ډېره نیول شوې ده.

هغه دا خبره د اختر په مناسبت په یوه ویډیويي پېغام کې پرون کړې ده.

نوموړي ويلي: "امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې ستاسو په خدمت کې دي او د اختر په ټولو ورځو او شپو کې به امنیت ټینګ وي. موږ تاسو ټولو ته ډاډ درکوو چې په خپل ټول توان زموږ امنیتي ځواکونه به د دایمي امنیت د تامین لپاره هڅه وکړي او هغه بدمرغه کړۍ چې غواړي زموږ د خلکو امنیت خرابه کړي هغه به له منځه وړي."

مجاهد په دغه پېغام کې د روژې په مياشت کې امنيتي پېښې کمې بللي او ويلي يې دي چې امنيتي ځواکونو په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

په کابل، مزارشریف او کندز کې د وروستیو خونړیو پېښو له امله تر ۲۲۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

انځور، ارشيف
انځور، ارشيف

په دې ډله کې اکثر تعلیمي مرکزونه او جوماتونه د بمي بریدونو هدف ګرځېدلي.

د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې خراسان څانګې، د اکثرو دغو بريدونو او چاودنو مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند نافع ټکور پرون ازادي راډیو ته وویل چې د داعش په ګډون هیڅ ډله د دوی امنیتي ځواکونو ته ګواښ نه شي پېښولی.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې هیڅ داسې ډله نشته چې زموږ خلکو او زموږ امنیتي ځواکونو ته لوی ګواښ وي. سل په سلو کې کومه ستونزه نشته."

ټکور وویل چې د اختر په دوو ورځو کې کومه لويه پېښه نه ده شوې.

د بښنې نړيوال سازمان بیا تازه ویلي چې، په افغانستان کې لا هم ملکي وګړي له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG