د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

طالبان: اختر کې د هر ډول نا امنۍ د مخنيوي هڅه کوو


انځور: کابل کې طالب جنګيالي
انځور: کابل کې طالب جنګيالي

وروسته له هغه چې کابل کې د ايران سفارت افغانستان کې د امنيت په اړه اندېښنې وښودې، طالبانو ويلي دوی هڅه کوي چې د هر ډول نا امنۍ مخه ونيسي.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، دوی هیله من دي، چې د طالبانو سرپرست حکومت د ټروریزم او افراطیت په وړاندې په مبارزه کې بریا خپله او د ټولو افغانانو خوندیتوب یقیني کړي.

د ایراني رسنیو د پرونیو راپورونو له مخې دغه سفارت دا غوښتنه وروسته تر دې وکړه چې په کابل، بلخ او نورو ځایونو کې یو لړ بمي حملو څو جوماتونه په نښه کړل.

دغه سفارت د جمعې په ورځ هم په ځینو ټویټونو کې ویلي وو چې د افراطي ډلو د جنایتکارانه اعمالو له کبله نه سنیان او نه هم شیعه ګان خوندي دي.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د افراطیت د هرې بڼې په وړاندې مبارزې ته ژمن دي.

نوموړي ويلي: "اسلامي امارت د هر ډول تاوتریخوالي په وړاندې چټک ګامونه اخلي او په وروستیو کې چې کومې پېښې په جوماتونو، ښوونځیو او نورو ځایونو کې شوي، ځینې عاملین یې نیول شوي، نور یې تر تعقیب لاندې دي، پاتې کسان به هم ونیول شي."

په افغانستان کې د ځینو وروستیو خونړیو حملو مسوولیت د داعش ډلې خراسان څانګې منلی، چې یوه حمله د غويي/ثور پر لومړۍ نېټه په مزارشریف کې د شیعه ګانو پر جومات چاودنه وه. په پېښه کې لږ تر لږ ۳۱ کسان په کې ووژل شول او ۹۰ تنه نور ټپیان شول.

په بلخ، کابل او نورو ولایتونو کې وروستیو امنیتي پېښو یو وار بیا په افغانستان کې د ناامنیو د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

طالبانو وايي د ځینو حملو طراحان یې نیولي او په نورو پسې د دوی د پلټنې عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG