د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

د طالبانو د حکومت رئيس الوزرا: سږنی د سولې او ټيکاو اختر دی


د طالبانو د حکومت رئيس الوزار ملا حسن اخند
د طالبانو د حکومت رئيس الوزار ملا حسن اخند

د طالبانو حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخند د ارګ په جومات د اختر له لمانځه وروسته وویل، افغانستان کې سږنی اختر د ټولیز امنیت او سولې سره راغلی.

د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخند وايي، سږ کال کوچني اختر کې په ټول افغانستان کې سراسري سوله راغلې او افغانان باید پر دې شکر وباسي.

محمد حسن اخند چې د ارګ په جومات کې یې د اختر له لمانځه وروسته خبرې کولې وویل، تېرو کلونو کې د اخترونو پر مهال به افغانان درې ورځې اوربند ته خوښ و، خو اوس تل‌پاتې اوربند راغلی.

نوموړي وويل: "دا به د عامو مسلمانانو او افغان ولس لپاره څومره د خوشحالۍ ځای و چې فقط پنځه ورځې یا هم اووه ورځې به دوی د اطمینان ساه واخسته."

محمد حسن اخند داسې مهال د سولې او امنیت په اړه خبرې کوي چې د روژې په میاشت کې کابل، مزار شریف، کندز او ځینو ولایتونو کې پر ملکي افغانانو خونړۍ چاودنې او بریدونه وشول او سلګونه کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.

د محمد حسن اخند په خبرو کې چې د طالبانو ملي ټلویزیون خپرې کړي، د حکومت‌ولۍ، د چارو د مدیریت او نورو مسایلو په اړه هېڅ نه‌دی ویل شوي.

خو د طالبانو د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي بیا په خپل پېغام کې چې د طالبانو ملي ټلویزیون خپور کړ، د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ هیله وښوده.

نوموړي ويلي: "زه هیله‌مند یم چې ټول ملت کوچنی اختر د سولې، ورورلۍ او یووالي په فضا کې تېر کړي. الله دې دا اختر زموږ د ملت لپاره د خیر، سولې او پرمختګ پیلامه وګرځوي. "

بل لورته یو شمېر افغانان وايي، د سږني کوچني اختر خوند یې‌ نه‌شته.

خو د دې بې خوندۍ لامل څه شی دی؟

کابل مېشتی روح‌الله تلاش وايي: "روان وضعیت ته په کتو په ډېرې وېرې جومات ته تللي وو، ځکه وروستیو جوماتونه ډېر په نښه شوي. د تېر په پرتله که درته خلک دا ځل ډېر خوښ نه وو، د خلکو په څېرو کې له ورایه خفګان ښکارېده. "

کونړ مېشتی مطیع‌الله شهاب هم وايي، مخکنی جوش او خوښي اوسني اختر کې پاتې نه‌ده.

ښاغلی شهاب وايي: "خلک اته نهه میاشتې کېږي چې له اقتصادي ناورین ځورېږي او تر څنګ یې د بې‌‌وزلۍ او فقر کچه ډېره زیاته شوې ده. وړاندې به چې خلکو خپلو کورنیو ته اختر کې څه اخستل، سږ کال یې و نه شوای کولای، هغه واخلي. "

د طالبانو حکومت د نړۍ د اکثریت اسلامي هېوادونو او ان د سعودي عربستان د پرېکړې خلاف، تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې نن یک‌شنبه په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

دې موضوع هم په ټولنیزو رسنیو ګرم بحثونه راپورته کړي او یو شمېر افغانانو لیکلي، چې نن یې هم روژه ده.

ځینو بیا د طالبانو د اختر د اعلان پرېکړه، سیاسي او له سعودي عربستان سره د دوی د مخالفت پایله بللې ده.

XS
SM
MD
LG